2 تا هغوئ کَرلى دى او دوئ جرړې کړې دى، دا لوئ شى او مېوه ونيسى. تۀ هر وخت د هغوئ په خولۀ يې، خو د هغوئ د زړونو نه لرې يې.
چې څوک مرى د هغوئ فريادونه په ښار کښې اورېدے شى، او مالدار خلق چې غريبانانو سره کوم ظلم زياتے کوى نو خُدائ پاک ورته هيڅ توجو نۀ ورکوى.
ما دا ليدلى دى چې څۀ کم عقل خلق د لږ وخت دپاره کامياب وى، خو بيا ناڅاپه تباهى ورباندې راشى.
ما بېرحمه او ظالمان ليدلى دى، لکه څنګه چې شنه ونه په خپل ځائ کښې لوئيږى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.
ما، مالِک خُدائ ربُ الافواج اِسرائيل او يهوداه د ونې په شان کَرلى وُو، خو اوس مې په تاسو د افت راوستلو فېصله وکړه. ځکه چې تاسو بدعملى وکړه، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ په سوزولو تاسو زما غصه راوپاروله.“
خو د دې هر څۀ باوجود، د هغې بېوفا خور يهوداه ما ته په پوره زړۀ سره راونۀ ګرځېدله، خو صرف په ظاهرى شکل سره زما طرف ته راواپس شوه. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“
باروکه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به دا قوم تباه کړم کوم چې ما آباد کړے دے. او څۀ چې ما کَرلى دى هغه به د بېخ نه راوباسم.
زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.
هغوئ د زړۀ د اخلاصه ما ته سوال نۀ دے کړے، خو هغوئ د پرېشانۍ نه په خپلو کټونو کښې ژړاګانې کوى. هغوئ د غلې يا د ميو حاصلولو دپاره معبودانو ته خپل ځانونه غوڅوى، خو هغوئ زما خلاف بغاوت کوى.
خو ستا سترګې بد کتلو کښې ډيرې پاکې دى، تۀ بد نۀ شې برداشت کولے. بيا ولې تۀ دوکه باز برداشت کوې؟ بيا ولې تۀ خاموش يې کله چې بدعمله هغوئ لواړ تېروى څوک چې د هغوئ نه زيات صادق دى؟
دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى.
هغۀ جواب ورکړو چې، ”يشعياه نبى ستاسو رياکارانو په حقله په رښتيا سره دا پېشګوئې کړې وه، لکه چې ليکلے شوى دى چې، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې زما نه ډېر لرې دى.
هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.