يرمياه 12:17 - Pakistani Yousafzai Pashto17 خو کۀ چرې هر يو قوم زما خبرو ته غوږ ونۀ نيسى، نو بيا به زۀ هغه قوم په مکمل توګه د بېخ نه راوکاږم او نيست و نابود به يې کړم.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده. Faic an caibideil |
خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“