نو زۀ به تاسو له سزا درکړم. زۀ به په تاسو افتونه راولم يعنې لا علاجه بيمارۍ او تبې چې تاسو به ړاندۀ کړى او ستاسو ژوند به لنډ تنګ کړم. تاسو به تخم وکَرئ، خو هيڅ ګټه به درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو دشمنان به په تاسو غالِب شى او چې تاسو څۀ کَرلى وى نو هغوئ به يې وخورى.
تاسو به غله وکَرئ، خو فصل به ونۀ رېبئ، تاسو به د زيتُونو نه تېل وباسئ خو دا به خپل ځان دپاره استعمال نۀ کړئ، تاسو به انګورو نه مے وباسئ، خو مے به ونۀ څښئ.