11 هغوئ د دې نه تش بيابان جوړ کړے دے او ما د خپلو خلقو د ماتم ژړا اورېدلې ده، او زما د ټول مُلک نه دشته بيابان جوړ شوے دے، او څوک يې هم پرواه نۀ کوى.
ښۀ دا ده چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې ماتم کيږى نه چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې دعوت وى، ځکه چې ژوندو خلقو له دا خبره په ذهن کښې کښېنول په کار دى چې مرګ زمونږ د ټولو انتظار کوى.
نو په دې وجه هغۀ هغوئ ته د خپلې غصې زور وښودلو او د جنګ سختى يې ورباندې راوسته. د هغۀ غصه په ټول اِسرائيل کښې د اور په شان بلېده، خو هغوئ ته هيڅ پته نۀ لګېده چې څۀ کيږى، دا د هغوئ خلاف بلېده خو هغوئ ترېنه هيڅ سبق وانۀ خستو.
صادق سړے مړ شى او هيڅ څوک يې پرواه نۀ ساتى. ديانتدار خلق د دُنيا نه اوچت کړے شى، خو هيڅوک پرې نۀ پوهيږى. هيڅوک پرې نۀ پوهيږى چې صادقان د بدۍ نه بچ کېدو دپاره دُنيا نه اوچت کړے شوى دى.
غوږ ونيسئ، د شمال د خوا نه د غټ لښکر د راتلو يروونکے شور اورېدے کيږى. د يهوداه ښارونه به تباه او برباد شى او د ګيدړانو غار به ترې نه جوړ شى.
څوک چې تا نۀ پېژنى خپل قهر و غضب دې په هغه خلقو نازل کړه، او په هغه چا څوک چې ستا نوم په خولۀ نۀ اخلى، ځکه چې ستا قوم بنى اِسرائيل يې وژلى دى، او هغوئ دوئ لواړ تېر کړى او تباه کړى يې دى، او مُلک يې ورله وران ويجاړ کړے دے.
”يهوداه وير کوى، ښارونه يې لکه د اوچو شوو بوټو په شان غمژن دى، ټول خلق يې د غم په وجه په زمکه ناست دى او د يروشلم نه چغې او سورې راپورته کيږى.
زۀ به يروشلم تباه کړم، او د خلقو د خندا به يې کړم. څوک هم چې په دې لار تېريږى نو د هغوئ په تباهۍ به حق حېران شى.
دا مُلک د زناکارانو نه ډک دے، نو په دې وجه مالِک خُدائ ورباندې لعنت نازل کړے دے نو زمکه اوچه شوې ده او په للمه کښې شينکے اوچ شوے دے. نبيان په بدو لارو روان شوى دى او خپل طاقت په غلطه طريقه استعمالوى.
دا ټول مُلک به په شاړو او خرابو باندې بدل شى، او دا قومونه به د اويا کالونو دپاره د بابل د بادشاه خِدمت کوى.
د تباهۍ او بربادۍ چپې پرله پسې په مُلک راخورې شوې، هر طرف ته مُلک تباه شو، ناګهانه زما خېمې تباه شوې، او په يوه لحظه کښې زما پناه ګاه تباه شوه.
مالِک خُدائ فرمائى، ”ټوله زمکه به تباه شى خو زۀ به بيا هم دا په پوره توګه نۀ تباه کوم.
نو په دې وجه به زمکه ماتم کوى، او بره آسمان به تک تور شى. ځکه چې ما دا وفرمائيل او د خپلې خبرې نه به وانۀ وړم. ما دا فېصله کړې ده دا به بدله نۀ کړم.“
اے د يروشلم خلقو د دې خبردارى نه سبق حاصل کړئ، کۀ زۀ تاسو نه لاس په سر شم، نو ستاسو ښار به تباه کړم، او هغه به نور د اوسېدو قابل نۀ وى.“
زۀ به د غرونو دپاره ژړا وکړم، او د بيابان د څرن په ځايونو به د غم سندرې ووايم. ځکه چې څوک هم په هغې تګ راتګ نۀ کوى، او ټول شينکے سوزېدلے او اوچ شوے دے او د رمو آوازونه په کښې نۀ اورېدلے کيږى. د هوا مارغان او ځنګلى ځناور ټول ترې نه تښتېدلى دى.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به د يروشلم نه د خاورو ډېرے، او د ګيدړانو غار جوړ کړم. او د يهوداه ښارونه به وران او خاموشه کړم، نو هيڅوک به هلته کښې نۀ اوسيږى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا زۀ دوئ ته د دې بدو کارونو سزا ورنۀ کړم څۀ؟ آيا د داسې قوم نه بدله خپله وانۀ خلم څۀ؟
پټى تباه شوى دى، زمکه اوچه شوه، غله تباه شوه، انګور ضائع شُو، او د زيتُونو تېل ختم شول.
زۀ به ستاسو مُلک داسې تباه کړم چې کوم دشمنان دا مُلک ونيسى نو هغوئ به په دې تباهۍ باندې غمژن شى.
”د دې مُلک د ټولو خلقو نه او اِمامانو نه پوښتنه وکړه، کله چې تاسو روژه نيوله او ماتم مو په پينځمه او اوومه مياشت کښې د تېرو اويا کالو راسې کولو، آيا دا روژې په حقيقت تاسو زما دپاره نيولې؟
کۀ تاسو غوږ نۀ نيسئ، او کۀ تاسو د خپل زړۀ نه زما د نوم احترام نۀ کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به په تاسو لعنت نازل کړم، او زۀ به ستاسو نعمتونه لعنتى کړم. په اصل کښې ما هغوئ د اول نه لعنتى کړى دى، ځکه چې تاسو د خپل زړۀ نه زما احترام ونۀ کړو.
مونږ په دې پوهه شو چې ټول کائنات تر اوسه پورې د ماشوم د زيږېدو د درد په شان زبيرګى کوى.