Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 12:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 ډېرو حاکمانو زما د انګورو باغونه برباد کړى دى، او هغوئ ټول بوټى د پښو لاندې کړى دى او ښائست يې ورله ختم او په بيابان بدل کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 12:10
21 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ د خپلو خلقو آفسران او مشران راولى چې د هغوئ عدالت وکړى. د هغوئ خِلاف د مالِک خُدائ دا اِعتراض دے، ”تاسو زما د انګورو باغ تباه کړے دے او د غريبانانو نه لوټ کړے شوے مال ستاسو په کورونو کښې دے.


نو په دې وجه به زۀ د مقدس ځائ مشران رسوا کړم او زۀ به بنى اِسرائيليان مکمل تباهۍ او شرم دپاره مخصوص کړم.“


ستا مقدس ځائ د لږ وخت دپاره ستا مقدسو خلقو سره وو، خو اوس زمونږ دشمنانو هغه تباه کړے دے.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”افسوس دے د قوم په شپونکو باندې څوک چې زما د څرن د ځائ ګډې تباه کوى او خوروى.“


د مالِک خُدائ د يروونکى قهر په وجه به د آرام ځايونه خراب شى.


مالِک خُدائ لکه د يو طاقتور ازمرى په شان کله چې د خپل غار نه راوځى او په خلقو حمله وکړى نو دغه شان به د ظالم تيره تُوره او د مالِک خُدائ سخت قهر به د هغوئ مُلک تباه کړى.“


زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


”مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې اے بنى اِسرائيله، ما غوښتل چې زۀ تا سره د خپل بچى په شان سلوک وکړم او د خپلې خوښې مُلک او زمکه درکړم، چې د نورو مُلکونو په نسبت ښکلې او شانداره وى. زما دا خيال وو چې تۀ به ما ته خپل پلار ووائې او زما نه به وانۀ وړې.


د يروشلم د نيولو نه وروستو، د بابل د بادشاه ټول فوجى آفسران د ښار د مينځنۍ دروازې سره خپله ډېره واچوله چې په هغوئ کښې نرګل‌شراضر د سمګر، او نيبو‌سرسکيم سر لښکر، او نرګل‌شراضر د بادشاه مشاور، او نور ټول آفسران شامل وُو.


تا به دشمن داسې محاصره کړى لکه څنګه چې شپانو د ښار نه ګېرچاپېره خېمې لګولې وى. هر يو به خپل فوجى ته د تباه کولو ځائ ورښائى.


زۀ به د غرونو دپاره ژړا وکړم، او د بيابان د څرن په ځايونو به د غم سندرې ووايم. ځکه چې څوک هم په هغې تګ راتګ نۀ کوى، او ټول شينکے سوزېدلے او اوچ شوے دے او د رمو آوازونه په کښې نۀ اورېدلے کيږى. د هوا مارغان او ځنګلى ځناور ټول ترې نه تښتېدلى دى.“


”اے بنى آدمه، د شپونکو يعنې د بنى اِسرائيلو د مشرانو خلاف پېشګوئې وکړه، او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د بنى اِسرائيلو په شپونکو دې افسوس وى څوک چې صرف خپله ګېډه څروى. ولې يو شپون ته پکار نۀ دى چې خپله رمه وڅروى؟


نو هغه ګډې خوَرې شوې ځکه چې د هغوئ شپونکے نۀ وو، او کله چې هغه خورې ورې شوې نو د ځنګلى ځناورو د خوراک شوې.


نو بيا ما واورېدل چې يوې مقدسې فرښتې خبرې کولې او بلې مقدسې فرښتې ورته وفرمائيل چې، ”دا کارونه به ترڅو پورې جارى وى کوم چې په رويا کښې وليدلے شُو؟ ترڅو پورې به دا ګناه د روزمره قربانۍ په بدله کښې کيږى؟ ترڅو پورې به آسمانى لښکرې او د مالِک خُدائ کور د پښو لاندې کيږى؟“


ما هغوئ د طوفان په ذريعه په لرى قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړل، چرته چې هغوئ لکه د پردو په شان اوسېدل. د هغوئ مُلک وران ويجاړ پروت وُو او د هغوئ نه پس ورته څوک نۀ شو راتلے. نو دغه شان د هغوئ خپل ښکلے مُلک په صحرا بدل شو.“


خو ياد ساتئ چې د مخکښې نه د خپلې صفائى په حقله د جواب ورکولو فکر مۀ کوئ،


خو د خُدائ د کور بهر دربار مۀ کچ کوه ځکه چې دا غېرو قومونو ته ورکړے شوے دے او هغوئ به دا مقدس ښار تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د پښو لاندې کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan