Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 11:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 نو زۀ به بيا خپل هغه لوظ پوره کړم کوم چې ما ستاسو د پلار نيکۀ سره کړے وو چې زۀ به هغوئ له هغه زمکه ورکړم چې په کښې د شهد او پئ ډېر تېر دى او په کوم کښې چې تاسو نن اوسېږئ.“ نو بيا ما جواب ورکړو چې، ”آمين، مالِکه خُدايه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 11:5
16 Iomraidhean Croise  

نو اوس مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هغه هر څۀ پوره کړه چې تا د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره وعده کړې ده.


هغه خپل لوظ تر ابده پورې ياد ساتى، او هغه تر زر نسله پورې خپله وعده ياده ساتى،


مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره پوخ لوظ کړے دے چې تاسو له به د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک درکوى. چې کله تاسو هغه زرخېز مُلک ته بوځى، نو د کال په وړومبۍ مياشت کښې دا اختر کوئ.


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به دې ښار او د دې د اوسېدونکو سره هم دغه رنګ وکړم. او د دوئ سره به د توفت په شان پليت سلوک وکړم.


هغۀ وفرمائيل چې، ”آمين. مالِک خُدائ دې هم داسې وکړى. هغه دې ستا پېشګوئې پوره او رښتيا کړى چې هغه به دوباره ټول د مالِک خُدائ د کور سامان سره د هغه کسانو چې بابل ته قېديان بوتلے شوى دى دلته واپس راولى.


تا هغوئ ته هغه زرخيزه زمکه ورکړه د کومې دې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وړاندې وعده کړې وه.


خو ما ستاسو سره وعده کړې ده چې هغه مُلک ستاسو خپل شى چې زرخېز او آباد وى او هغه به زۀ تاسو له درکړم. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ.


او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.


فرض کړه، کۀ تۀ په روح کښې حمد و ثنا کوې او يو نا آشنا کس چې هلته موجود وى نو هغه بيا ستا په شُکر ګزارۍ څنګه آمين کولے شى؟ ځکه چې هغه نا آشنا په دې نۀ پوهيږى چې تۀ څۀ وائې.


اے بنى اِسرائيلو، غوږ شئ. او په دې حُکمونو باندې عمل کوئ نو ستاسو هر کار به سم وى او په هغه مُلک کښې به مو ډېر اولاد پېدا شى چې زرخيزه او آباد دے، لکه څنګه چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک، تاسو سره وعده کړې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan