Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 11:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 دا هغه لوظ دے چې کله ما ستاسو پلار نيکۀ سره په هغه وخت کښې کړے دے کله چې ما هغوئ د مِصر نه بهر راوويستل د هغه ځائ نه چې لکه د اور د بټۍ په شان وو. کۀ چرې تاسو زما د حکمونو پيروى وکړئ کوم چې ما تاسو له درکړى دى، نو بيا به تاسو زما قوم يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 11:4
39 Iomraidhean Croise  

زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“


هغوئ بيا هم ستا خپل خلق دى، هغه ميراث، چې تا د مِصر مُلک نه راوويستل چې سم سور اور وو.


هغه د مالِک خُدائ وفادار وو او هيڅکله يې د هغۀ نافرمانى نۀ وه کړې او هغه ټول حُکمونه يې پوره منل چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړى وُو.


خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله نۀ بدلېدونکې مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى.


د جنوبى صحرا د ځناورو په حقله د خُدائ پاک پېغام دا دے، هغه سفيران به په داسې خطرناک مُلک کښې سفر کوى، چرته چې ازمرى اوسيږى او چرته چې تور ماران او نور زهرژن ماران دى. هغوئ د يو داسې قوم دپاره خپل خرونه او اوښان د قيمتى تُحفو نه بار کړى دى څوک چې د دوئ هيڅ مدد نۀ شى کولے.


ما تاسو صفا کړى يئ، خو داسې نه لکه چې سپين زر صفا کيږى، بلکې ما تاسو صفا کړى يئ، د مصيبت په بټۍ کښې مې آزمائيلى يئ.


کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راويستل نو ما بار بار دوئ ته خبردارے ورکړو چې زما تابعدارى وکړئ او تر نن ورځ پورې لګيا يم او هم دا خبردارے ورکوم.


زۀ به هغوئ له دا خواهش ورکړم چې هغوئ ما وپېژنى چې زۀ مالِک خُدائ يم. هغوئ به زما مخلوق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، ځکه چې هغوئ به په پوره زړۀ سره ما ته رجوع وکړى.


تاسو اوس د خپلو طريقو او اعمالو اصلاح وکړئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک تابعدارى وکړئ. نو بيا به مالِک خُدائ خپل سوچ بدل کړى او د کوم افت د نازلېدو منصوبه يې چې جوړه کړې ده هغه به نۀ نازلوى.


نو هغه وخت به تاسو زما خلق يئ او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.“


نو ځکه زۀ دا ښار د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ لښکر ته حواله کوم، نو هغوئ به دا قبضه کړى


يرمياه ورته وفرمائيل چې، ”هغوئ به تاسو چا ته نۀ حواله کوى کۀ چرې تۀ د مالِک خُدائ تابعدارى غوره کړې. هغه به ستا ژوند بچ کړى او تا ته به خير شى.


نو بيا به هغوئ زما د اصُولو پيروى کوى او په احتياط سره به زما په شريعت عمل کوى. نو بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.


نو بيا به د بنى اِسرائيلو خلق زما نه نور نۀ بې‌لارې کيږى، او نۀ به هغوئ نور خپل ځانونه په ډېرو ګناهونو کولو باندې پليتوى. هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


نو تاسو به بيا په هغه مُلک کښې اوسېږئ کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو. تاسو به زما خلق يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.


هغوئ به نور خپل ځانونه نۀ پليتوى په خپلو بُتانو او نۀ په بدو شکلونو او نۀ په خپلو نورو ګناهونو باندې، ځکه چې زۀ به هغوئ د خپلو ناروا واپس کېدو نۀ وساتم، او زۀ به هغوئ پاک کړم. هغوئ به زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.


زما د اوسېدو ځائ به د هغوئ سره وى، زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، او هغوئ به زما خلق وى.


نو بيا نبوکدنضر د اور د بټۍ خولې ته نزدې ورغلو او آواز ‎يې ورکړو، ”شدرک، ميشک او عبدنجو، د خُدائ تعالىٰ خِدمتګارانو، بهر راوځئ. دلته راشئ.“ نو شدرک، ميشک او عبدنجو د اور نه بهر راووتل.


زۀ به ستاسو مل يم، زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ.


کۀ تاسو زما د قانون په مطابق ژوند تېروئ او زما حُکمونو ته غاړه کېږدئ،


دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“


هغه څوک چې لرې دى هغوئ به راشى او د مالِک خُدائ د کور په جوړولو کښې به مدد وکړى. او تاسو ته به پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. دا به وشى خو چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره تابعدارى وکړئ.“


زۀ به هغوئ واپس راولم چې په يروشلم کښې اوسيږى، هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به په ايماندارۍ او صداقت د هغوئ خُدائ پاک يم.“


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


نو د خُدائ پاک د کور او د بُتانو په خپلو کښې د جوړښت امکان نشته، نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“


برکت به په دې کښې وى، چې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په هغه حُکمونو عمل کوئ چې نن يې زۀ درکوم،


خو تاسو هغه خلق يئ چې مالِک خُدائ د مِصر نه راوويستلئ چرته چې تاسو د اور په تنور کښې وئ. هغۀ تاسو ځکه راوويستلئ چې هغه تاسو خپل خلق جوړ کړى لکه چې نن تاسو يئ.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.


نو چې هغه کامِل کړے شو نو هغه د خپلو ټولو منونکو دپاره د ابدى خلاصون وسيله وګرځېدو.


سموئيل ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ په سوزېدونکو نذرانو او قربانو باندې زيات خوشحاليږى او يا کۀ د هغۀ په خبره منلو باندې خوشحاليږى؟ بې‌شکه، تابعدارى د قربانۍ نه بهتره ده او د هغۀ په خبره عمل کول د ګډانو د وازګې د نذرانې نه بهتر دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan