3 هغوئ ته ووايه چې دا هغه موضوع ده چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لعنت دې وى په هر هغه چا چې د دې لوظ د شرطونو پيروى نۀ کوى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”لعنت دې په هغه چا وى چې د هغۀ زړۀ د مالِک خُدائ نه اوړېدلے وى او په فانى انسان توکل او د هغۀ په زور بهروسه کوى.
نو هغوئ ته به جواب ورکړے شى چې، د دې ښار سره داسې سلوک ځکه وشو چې هغوئ د خپل خُدائ پاک سره لوظ مات کړو او د نورو معبودانو عبادت او خِدمت يې وکړو.“
دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو، کۀ څۀ هم چې زما مثال هغوئ ته د وفادار خاوند په شان وو. مالِک خُدائ داسې فرمائى.
لعنت دې په هغه کسانو وى څوک چې د مالِک خُدائ په کار کښې غفلت کوى، او خپله تُوره د وينو توېدو نه بچ ساتى.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خُدائ پاک په ټولو لارښودنو او قانون باندې عمل نۀ کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.