Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 11:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 ما، مالِک خُدائ ربُ الافواج اِسرائيل او يهوداه د ونې په شان کَرلى وُو، خو اوس مې په تاسو د افت راوستلو فېصله وکړه. ځکه چې تاسو بدعملى وکړه، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ په سوزولو تاسو زما غصه راوپاروله.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 11:17
33 Iomraidhean Croise  

ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او ما هغوئ هلته آباد کړى دى، چې هلته به نور هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى، نو خراب خلق په هغوئ باندې حملې کوى، خو داسې به بيا نۀ کيږى. زۀ تا سره وعده کوم چې تا به د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کوم او تا له به اولاد درکړم.


هغۀ د يهوداه په هر يو ښار کښې علاقائى عبادتخانې جوړې کړې، چرته چې به پردو خُدايانو ته خوشبويۍ سوزولے شوې. نو په دې وجه هغۀ مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک په قهر کړو.


تا په خپل طاقت سره هغه قومونه وويستل، او زمونږ پلار نيکۀ دې ودان کړل، هغه خلق دې تباه کړل، زمونږ پلار نيکۀ دې آزاد کړل.


هغه جرړه چې ستا ښى لاس لګولې ده، او هغه زوئ چې تا خپل ځان دپاره لوئ کړے دے.


تا خپل قوم لکه د انګور د بوټى په شان د مِصر نه راوړلو، او غېر قومونه دې وشړل او د هغوئ په ځائ دې دوئ په خپل مُلک کښې ولګول.


هغۀ زمکه وکنستله او د هغې نه يې کاڼى صفا کړل، هغۀ د بهترينو انګورو بوټى وکَرل. او د دې باغ په مينځ کښې يې د حِفاظت دپاره د څوکيدارۍ يو برج جوړ کړو، هغۀ د انګورو نه د رس ويستلو دپاره د کاڼى نه لنګرۍ جوړه کړه. هغۀ د ښو انګورو د پخېدو انتظار وکړو، خو چې کله انګور پاخۀ شول نو هغه ټول تراوۀ وُو.


څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمد‌و‌ثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.


نو مالِک خُدائ ما ته بيا وفرمائيل چې، ”دغه شان به په دې مُلک او څوک چې په کښې اوسيږى په هغوئ به د شمال نه د جنوب طرف ته افت راښکته شى،


نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم.


اے د يهوداه خلقو وګورئ ستاسو د خپلو ښارونو په تعداد کښې معبودان دى، او د يروشلم د کوڅو په تعداد کښې تاسو شرمناکې ډيرې قربان‌ګاه جوړې کړې دى، چې په کښې د بعل بُت دپاره د خوشبو سوزولو قربانۍ پېش کړئ.


تا هغوئ کَرلى دى او دوئ جرړې کړې دى، دا لوئ شى او مېوه ونيسى. تۀ هر وخت د هغوئ په خولۀ يې، خو د هغوئ د زړونو نه لرې يې.


بلکې زما خلقو زۀ هېر کړے يم، او هغوئ بې‌کاره بُتانو ته خوشبويۍ وسوزولې، بُتان کوم چې د هغوئ د تيندک باعث شُو او دوئ يې د پخوانو ښو لويو لارو نه جدا کړل او په کچه لارو باندې روان شول.


او کۀ چرې هغه قوم کوم ته چې ما خبردارے ورکړے وى، د خپلو بدو عملونو نه راوګرځى، نو بيا به زۀ نرمۍ نه کار واخلم او د خپلې ارادې نه به واپس شم او په هغوئ به هغه افت نۀ راولم.


”مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ښار او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو هغه ټول افتونه راولم چې د کومو ما وړاندې ذکر کړے دے، ځکه چې تاسو په سرکشۍ سره زما خبرو اورېدلو ته تيار نۀ يئ.“


ما تاسو د نورو انګورو د ښو بوټو د مينځ نه غوره کړئ او په زمکه مې وکرلئ خو بيا تاسو ولې فاسد او په خراب او ځنګلى انګورو بوټى بدل شوئ؟


زۀ به هغوئ ته په ښۀ سترګه ګورم، او زۀ به هغوئ دې مُلک ته واپس راولم. زۀ به هغوئ آباد کړم او زۀ به هغوئ ونۀ غورزوم، زۀ به هغوئ وکرم او د بېخ نه به يې نۀ راوباسم.


تاسو اوس د خپلو طريقو او اعمالو اصلاح وکړئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک تابعدارى وکړئ. نو بيا به مالِک خُدائ خپل سوچ بدل کړى او د کوم افت د نازلېدو منصوبه يې چې جوړه کړې ده هغه به نۀ نازلوى.


ولې حزقياه چې د يهوداه بادشاه وو هغه په مرګ محکوم کړو څۀ؟ آيا حزقياه د مالِک خُدائ نه ونۀ يرېدو چې د هغۀ رحم ولټوى؟ آيا مالِک خُدائ خپله فېصله بدله نۀ کړه د کوم افت د رانازلېدو چې هغۀ د دوئ خلاف منصوبه جوړه کړې وه؟ مونږ په خپله په خپل ځان د سخت افت راوستو په حالت کښې يُو.“


او د دېوال نه اخوا بابليان به راشى او په دې ښار به اور بل کړى. هغوئ به ټول کورونه وسوزوى، چرته چې خلقو زۀ په دې غصه کړم چې د کوټو په چتونو يې بعل ته خوشبويۍ وسوزولې او نورو معبودانو ته يې د څښلو نذرانې پېش کړې.


نو د اِسرائيل او د يهوداه خلقو د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې د شرارت نه بغېر بل کوم کار نۀ دے کړے او هر وخت يې زۀ په خپل کردار سره غصه کړے يم.


نو د دې په وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ما ته غوږ شئ‎. زۀ اوس د يهوداه او د يروشلم په ټولو خلقو باندې هغه ټول افتونه راولم د کومو چې ما د هغوئ خلاف اعلان کړے دے. ما هغوئ ته ووئيل، خو هغوئ غوږ ونۀ نيولو. ما هغوئ ته آواز وکړو، خو هغوئ ما ته جواب رانۀ کړو.“


شايد چې هغوئ مالِک خُدائ ته عرض او مِنت زارى وکړى او ټول د خپلو بدو لارو نه راوګرځى، ځکه چې د مالِک خُدائ قهر او غضب ډېر لوئ دے کوم چې يې د دې خلقو خلاف اعلان کړے دے.“


د فوج کمانډر يرمياه ته آواز وکړو او ورته يې ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا مقدس رب دا تباهى په دې مُلک نازله کړې ده.


لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو هغه شان يې وکړل. ځکه چې دې خلقو د مالِک خُدائ خلاف ګناه وکړه او د هغۀ نافرمانى يې وکړه.


کۀ تاسو په دې مُلک کښې پاتې شئ، نو زۀ به تاسو بيا آباد کړم او نۀ به مو خرابوم، زۀ به تاسو وکرم او تاسو به د بېخ نه نۀ وباسم. زۀ ستاسو په هغه افت کوم چې ما په تاسو نازل کړے دے پښېمانه يم.


خو هغوئ د نبيانو خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه، او هغوئ د خپلو هغه بد عملونو نه راونۀ ګرځېدل او نۀ يې غېر معبودانو ته خوشبو سوزول بند کړل.


تاسو په مِصر کښې نورو معبودانو او بُتانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولو سره ما ولې غصه کوئ؟ تاسو به په دې کار کولو سره صرف خپل ځان تباه کړئ او د دُنيا د نورو خلقو د لعنت، خندا او مسخرو به وګرځوئ.


باروکه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به دا قوم تباه کړم کوم چې ما آباد کړے دے. او څۀ چې ما کَرلى دى هغه به د بېخ نه راوباسم.


ماشومان خشاک راغونډوى، پلاران اور بلوى او ښځې اوړۀ اغږى او ترې نه پېړې جوړوى چې د آسمانې مَلِکې په نامه بُت ته ترې نازکې روټۍ پخې کړى. او هغوئ نورو معبودانو ته د څښلو نذرانې وړاندې کوى، او په خپل دې عمل ما غصه کوى.


تاسو غلا، قتل او زنا کوئ او د دروغو قسمونه خورئ، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کوئ، او د هغه غېرو معبودانو عبادت کوئ چې تاسو د مخکښې نه نۀ دى پېژندلى.


هغۀ ستا د مُلک نه دا بوټے راواخستو او په زرخيزه زمکه کښې يې وکَرلو. هغۀ دا لکه د خارولى په شان د روانو اوبو په غاړه وکَرلو.


بنى اِسرائيل د انګورو زرخيزه بوټے وو چې ښۀ کافى مېوه به يې نيوله. خو څومره چې يې مېوه زياتېده نو دومره ډېرې به يې د بُتانو قربان‌ګاه جوړولې. څومره چې د هغوئ مُلک ترقى کوله نو دومره يې د بُتانو مخصوص ستنې ښائسته کولې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan