12 نو د يهوداه او د يروشلم خلق به معبودانو له لاړ شى او فرياد به ورته وکړى، چا ته چې هغوئ خوشبويۍ سوزولې. خو هرکله چې افت په دوئ باندې راشى نو په هغه وخت کښې به هغه بُتان دوئ بچ نۀ کړى.
کله چې مصيبتونه ډېر سخت وُو، نو هغه سړى يعنې احاز د مالِک خُدائ خِلاف د مخکښې نه زياته ګناه وکړه.
”هغه ټول خلق چې د بادشاه د زوال نه پس ژوندى پاتې يئ، راغونډ شئ، خپل ځانونه زما حضور کښې پېش کړئ. څوک چې ځان سره د لرګى بُتان ګرځوى هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. چې کوم معبودان خلاصون نۀ شى ورکولے نو د هغوئ نه دُعا ولې غواړى؟
هغوئ دا خپلو اوږو ته اوچت کړى او يو خوا او بل خوا يې وړى راوړى، او بيا په يو ځائ کښې يې کېږدى او هلته ولاړ وى، خو چې چرته وى نو د هغه ځائ نه حرکت نۀ شى کولے. کۀ څوک دې ته په چغو فرياد وکړى، نو دا جواب نۀ ورکوى او نۀ هغه کس د مصيبت نه بچ کولے شى.
بلکې زما خلقو زۀ هېر کړے يم، او هغوئ بېکاره بُتانو ته خوشبويۍ وسوزولې، بُتان کوم چې د هغوئ د تيندک باعث شُو او دوئ يې د پخوانو ښو لويو لارو نه جدا کړل او په کچه لارو باندې روان شول.
نو بيا هغه معبودان چرته دى کوم چې تاسو د خپل ځان دپاره جوړ کړى دى؟ نو بيا کۀ دوئ کولے شى نو را دې شى او د مصيبت په وخت کښې دې تاسو له خلاصون درکړى. ځکه چې اے يهوداه، ستاسو خو دومره ډېر معبودان دى لکه څومره چې ستا ښارونه دى.“
تاسو په مِصر کښې نورو معبودانو او بُتانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولو سره ما ولې غصه کوئ؟ تاسو به په دې کار کولو سره صرف خپل ځان تباه کړئ او د دُنيا د نورو خلقو د لعنت، خندا او مسخرو به وګرځوئ.
نو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو نه تپوس وکړى، ”هغه تکړه معبودان چرته دى چې تاسو پرې يقين لرلو؟
تاسو د خوراک دپاره هغوئ له د خپلو قربانو وازګه ورکوله او د څښلو دپاره مو ورته مے پېش کول. اوس هغوئ دې راشى او ستاسو مدد دې وکړى، هغوئ دې ستاسو بچ کولو دپاره رامنډه کړى.
لاړ شئ او هغه معبودانو ته فرياد وکړئ چې تاسو خوښ کړى دى. کله چې تاسو په تکليف کښې يئ نو هغوئ له موقع ورکړئ چې تاسو بچ کړى.“