يرمياه 11:11 - Pakistani Yousafzai Pashto11 نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم. Faic an caibideil |
او کۀ چرې هغوئ ستا نه تپوس وکړى چې مونږ چرته لاړ شُو؟ هغوئ ته ووايه، چې مالِک خُدائ داسې فرمائى، د کومو خلقو په نصيب کښې چې په وبا مړۀ کېدل دى هغوئ دې په وبا مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په جنګ کښې مړۀ کېدل دى هغوئ دې په جنګ مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په لوږه مړۀ کېدل دى هغوئ دې په لوږه مړۀ شى، او د چا په نصيب کښې چې جلاوطنى ده هغه دې جلاوطن کړے شى.