9 هغوئ د ترسيس نه د سپينو زرو تختې او د اوفاز نه سرۀ زر راوړى. کله چې زرګر ترې نه بُت جوړ کړى نو بيا درزيان ورته آسمانى او کاسنى کپړې تياروى او هغۀ ته يې وراغوندى.
هغۀ سمندرى جهازُونه لرل چې د حيرام د جهازونو سره چلېدل. هر درې کاله پس به دا راواپس کېدل، چې سرۀ زر، سپين زر، د هاتى غاښونه، شادوګان او طاؤسان به يې راوړل.
بادشاه سره د تجارت دپاره سمندرى جهازُونه وُو، دا جهازُونه د حيرام بادشاه سړو چلول. هر درې کاله پس به د هغۀ جهازُونه راواپس کېدل چې سرۀ زر، سپين زر، د هاتى غاښونه، شادوګان او طاؤسان يې راوړل.
خو د هغوئ بُتان د سرو او سپينو زرو دى، چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.
هغۀ ته به د ترسيس بادشاهان او د لرو لرو جزيرو نه قلنګ راوړى، هغۀ ته به د شيبا او سِيبا بادشاهان تحفې راوړى.
اے د سمندر د غاړې خلقو، تاسو د خفګان نه وژاړئ. او ترسيس ته د تښتېدو کوشش وکړئ.
کاريګر خو اول بُت جوړ کړى، بيا زرګر په هغې باندې سرۀ زر وخېژوى او د سپينو زرو په زنځيرونو باندې يې ښائسته کړى.
ترسيس تا سره کاروبار وکړلو ځکه چې تا سره هر قسم سامان ډېر زيات مِلاوېدلو، او ستا د څيزونو په بدله کښې هغوئ تا ته سپين زر، اوسپنه، ټيم او سيکه درکوله.
ستا بادبان د مِصر د ګُلکارۍ د کتان نه جوړ وو، او دا ستا په سر باندې لکه د جنډې په شان رپېدو، ستا شاميانه د کاسنى او آسمانى رنګى کپړې وه چې د اِليسه د ساحلى علاقې نه راوړلے شوې وه.
هر کله چې ما بره وکتل نو ځان ته مخامخ مې يو سړے وليدو چې د سپين کتان جامې يې اغوستې وې، او د ملا نه يې د سوچه سرو زرو ملابند تړلے وو.
اے بنى اِسرائيله، تۀ چې د کوم بُت عبادت کوې دا يو کسبګر جوړ کړے دے، دا خُدائ پاک نۀ دے. په سامريه کښې سخے بُت به ټوټې ټوټې شى.
خو يُونس د مالِک خُدائ نه وتښتېدو او ترسيس ته روان شو. هغه يافا ښار ته ورسېدو، هلته هغۀ وکتل چې يو سمندرى جهاز ترسيس ته تلو والا دے. هغۀ کرايه ورکړه او سمندرى جهاز ته وختو او ترسيس ته روان شو چې د مالِک خُدائ نه وتښتى.
افسوس په هغوئ څوک چې لرګى ته وائى، ژوندے شه. يا بېساه کاڼى ته وائى، پاڅه. آيا دا دوئ ته هدايت ورکولے شى؟ دا په سرو او سپينو زرو پټ وى، خو په کښې ساه نۀ وى.