دا ځل به زۀ نۀ صِرف ستا درباريانو او ستا خلقو له سزا ورکوم، بلکې دغه شان تا له به هم سزا درکوم، نو تا ته به پته ولګى چې په ټوله دُنيا کښې زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.
مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅکله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى.
مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.
خو زۀ به تاسو خبردار کړم چې د چا نه يره په کار ده. د هغه چا نه يرېږئ څوک چې د وژلو نه پس دوزخ ته د اچولو طاقت هم لرى. آو، زۀ تاسو ته وايم چې د هم هغۀ نه يره کوئ.
بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“