Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 10:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 او وروستو هغه په سرو او سپينو زرو باندې ښائسته کړى او بيا دوئ په څټک او مېخ سره دا بُت په يو ځائ کښې ټک وهى چې راونۀ غورزيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 10:4
9 Iomraidhean Croise  

خو د هغوئ بُتان د سرو او سپينو زرو دى، چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.


د قومونو بُتان چې د سرو زرو او سپينو نه جوړ شوى دى، د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.


لوهار د اوسپنې يوه تکړه واخلى او د سکروټو په ذريعه په دې باندې کار کوى. هغه د مټو زور سره څټک وهى او د دې نه يو بُت جوړ کړى. هغه اوږے شى او د لوږې نه يې طاقت جواب ورکړى او د تندې نه يې رنګ زېړ شى.


خلق خپلې کڅوړې کولاو کړى او سرۀ زر ترې نه غورزوى، هغوئ په تله سپين زر تلى. هغوئ زرګر له پېسې ورکړى چې يو بُت ورله جوړ کړى، او بيا ورته ټيټيږى او عبادت يې کوى.


هغوئ دا خپلو اوږو ته اوچت کړى او يو خوا او بل خوا يې وړى راوړى، او بيا په يو ځائ کښې يې کېږدى او هلته ولاړ وى، خو چې چرته وى نو د هغه ځائ نه حرکت نۀ شى کولے. کۀ څوک دې ته په چغو فرياد وکړى، نو دا جواب نۀ ورکوى او نۀ هغه کس د مصيبت نه بچ کولے شى.


اوس هغوئ ګناه کولو کښې اضافه کوى او خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو نه بُتان جوړوى. بيا چې انسان د خپلو لاسونو مهارت سره کوم بُتان جوړ کړى وُو نو هم هغه بُتانو ته وائى چې، ”دې ته قربانۍ پېش کړئ. او دا د سخى بُت ښکل کړئ.“


افسوس په هغوئ څوک چې لرګى ته وائى، ژوندے شه. يا بې‌ساه کاڼى ته وائى، پاڅه. آيا دا دوئ ته هدايت ورکولے شى؟ دا په سرو او سپينو زرو پټ وى، خو په کښې ساه نۀ وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan