3 ځکه چې د نورو قومونو رِواج فضول دے، هغوئ د ځنګل نه ونه راووهى، او بيا کاريګر ترې نه په خپله په ترښځ بُت جوړوى.
خو د هغوئ بُتان د سرو او سپينو زرو دى، چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.
”هغه ټول خلق چې د بادشاه د زوال نه پس ژوندى پاتې يئ، راغونډ شئ، خپل ځانونه زما حضور کښې پېش کړئ. څوک چې ځان سره د لرګى بُتان ګرځوى هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. چې کوم معبودان خلاصون نۀ شى ورکولے نو د هغوئ نه دُعا ولې غواړى؟
نو زۀ به خپله سزا په خپل غوره شوى قوم نازله کړم او د هغوئ د شرارت په وجه به هغوئ ته سزا ورکړم ځکه چې دوئ زۀ رد کړم او غېرو خُدايانو ته يې خوشبويانې وسوزولې او د خپلو لاسونو جوړو شوو بُتانو ته يې عبادت وکړو.
هغوئ ټول کم عقل او بېوقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى.
آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما طاقت او زما قلعه يې، د مصيبت په وخت کښې زما پناه ګاه يې. د دُنيا د آخر سر نه به قومونه تا ته راشى او وائى به چې، ”زمونږ پلار نيکۀ سره هيڅ نۀ وو بلکې دروغژن معبودان، هغه بېکاره بُتان چې دوئ ته هيڅ قسمه ښېګړه نۀ شى ورکولے.
مالِک خُدائ فرمائى، ”ستاسو پلار نيکۀ په ما کښې څۀ غلطى ليدلې وه چې هغوئ زما نه دومره لرې شول؟ هغوئ د بېکاره بُتانو عبادت شروع کړو او په خپله هم بېکاره شول.
او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ چې کوم حُکمونه درکړم په هغې عمل کوئ او د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې ستاسو نه مخکښې په هغه مُلک کښې اوسېدل، او د هغه غلطو کارونو کولو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“
او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بېدينه قومونو په شان د بېمطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى.
خو تاسو ګورئ او اورئ چې دې سړى پولوس په خپلو خبرو ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښې بلکې په ټوله آسيه کښې واړول، په دې وينا سره چې د بنى آدم د لاس جوړ شوى خُدايان هډو خُدايان نۀ دى.
اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو.
نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بېفائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو،