24 اے مالِکه خُدايه، په نرمۍ سره زما اصلاح وکړه، او په خپل قهر او غضب کښې دې زما اصلاح مۀ کوه ګنې زۀ به د دُنيا نه ورک شم.
د اوبو لټولو دپاره قافلې خپلې لارې بدلې کړى، خو د څښلو دپاره اوبۀ نۀ وى، نو هغوئ مړۀ شى.
اے مالِکه خُدايه، په خپل قهر کښې ما مۀ رټه تۀ په خپله غصه کښې سزا ما ته مۀ راکوه.
اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې.
رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه، شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه.
هغه غنم په درمند کښې دومره نۀ غوبل کوى چې خرابتُراب شى، ځکه چې هغۀ ته پته وى چې په ګاډۍ باندې به يې څنګه غوبل کړى چې غله خرابه نۀ شى.
هغه طاقتور حکمرانان راټيټوى او په نشت باندې يې بدلوى.
نو مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم. او زۀ به هغه ټول قومونه مکمل تباه کړم چرته چې ما تاسو خوارۀ وارۀ کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به تاسو په اِنصاف سره تنبيه کړم، او زۀ به تاسو هم داسې بېسزا نۀ پرېږدم.
مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بېسزا نۀ پرېږدم.“
اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د شُهرت نه خبر يم، ستا د عجيبه کارونو په وجه زۀ په يره کښې يم، اے مالِکه خُدايه. زمونږ د ژوند په ورځو کښې خپل کار تازه کړه، زمونږ په وخت کښې هغه دوباره څرګند کړه. او په خپله غصه کښې دې رحم ياد ساته.