20 بلکې زمونږ خېمې تباه شوې دى او پړى يې شلېدلى دى، زما ماشومان ما نه اخستے شوى دى. يو هم نۀ دے پاتې شوے، ټول بوتلے شوى دى زۀ به يې دوباره ونۀ وينم.
تۀ ما اوس وينې خو بيا به مې ونۀ ګورې، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به نۀ يم.
بدعمله خلق مړۀ شى او فنا شى، خو د صادقانو خاندان کلک ولاړ وى.
ما خپل کلام ستاسو په ژبه ګويا کړو، او د خپل لاس د سورى لاندې مې تاسو پټ کړئ، آسمانونه مې خوارۀ کړل او د زمکې بنيادونه مې کېښودل، او ما يروشلم ته وفرمائيل، تاسو زما خلق يئ.“
ستا چې څومره زامن شوى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې ستا رهنمائى وکړى، تا چې څومره زامن لوئ کړى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې تا د لاس نه ونيسى او بو دې ځى.
تاسو چې په کومه خېمه کښې اوسېږئ هغه لويه کړئ او پړدې يې خوَرې کړئ، بچت مۀ کوئ، د خېمې پړى اوږدۀ کړئ او موږى يې کلک کړئ.
مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو صحت دوباره ښۀ کړم، او ستاسو زخمونو ته به شفا ورکړم. زۀ به دا کار وکړم ځکه چې ما اورېدلى دى چې خلق تا ته ”جلاوطن شوے“ وائى، ”صيون د چا چې څوک هم خيال نۀ ساتى.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په راما کښې د چغو آواز واورېدلے شو، د ماتم او لوئ ژړا آواز. راحيل په خپلو بچو باندې ژړا کوى، هيڅ قسم تسلى نۀ قبلوى ځکه چې د هغې ماشومان غېب کړے شوى دى.“
د تباهۍ او بربادۍ چپې پرله پسې په مُلک راخورې شوې، هر طرف ته مُلک تباه شو، ناګهانه زما خېمې تباه شوې، او په يوه لحظه کښې زما پناه ګاه تباه شوه.
د هغې دشمنان په هغې اختيارمن شول، او د هغې دشمنان آرام او پُرسکونه ژوند تېروى. مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل، چې سرکشى يې ډېره وه. د هغې ماشومان ونيولے شول، او لرې مُلک ته جلاوطن کړے شول.
تۀ زما د قوم ښځې د خپلو ښائسته کورونو نه شړې. تۀ د هغوئ د بچو نه د تل دپاره زما نعمتونه اخلې.