Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 10:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د نورو قومونو په طريقو تلل مۀ کوئ، او د هغوئ په شان په آسمان کښې د ستورو د ګردش او نښو نښانو نه مۀ يرېږئ تر دې چې هغوئ په خپله يريږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 10:2
10 Iomraidhean Croise  

بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”ځلېدونکى څيزونه دې په آسمان کښې راښکاره شى چې ورځ د شپې نه جدا کړى او چې د ورځو، مياشتو او د کالونو دپاره نښې شى،


اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ پېغام ته غوږ ونيسئ.


تاسو وايئ چې مونږ غواړو چې د دُنيا د هغه نورو قومونو په شان ژوند تېر کړُو، څوک چې د لرګو او د کاڼو د بُتانو عبادت کوى. خو ستاسو په ذهن کښې چې څۀ دى هغه به کله هم پوره نۀ شى.“


تاسو هغه شان کارونه مۀ کوئ څنګه چې د مِصر د مُلک خلقو کول، چرته چې تاسو اوسېدلئ او تاسو هغه شان کار هم مۀ کوئ څنګه چې د کنعان خلق يې کوى، چرته چې زۀ تاسو بوځم.


د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې هلته اوسيږى، هغه غېرقومونه به ترې نه وباسم نو تاسو به هغه مُلک ته ورننوځئ. زۀ د هغوئ د ټولو بدو عملونو په وجه د هغوئ نه کرکه کوم.


کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو چې هلته کوم قومونه دى د هغوئ په غلطو رِواجونو پسې مۀ ځئ.


ما تاسو ته وفرمائيل چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به د اموريانو معبودانو عبادت نۀ کوئ د چا په مُلک کښې چې اوس تاسو اوسېږئ. خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan