يرمياه 10:18 - Pakistani Yousafzai Pashto18 ځکه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ناګهانه به دا ځل د دې مُلک اوسېدونکى بهر وغورزوم. زۀ به په تاسو لوئ مصيبت نازل کړم، او په آخر کښې به تاسو ته زما د غصې پته ولګى.“ Faic an caibideil |
خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“