Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 10:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 دا بُتان فضول او سپک څيز دے. د حساب کِتاب په ورځ به دا ټول تباه شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 10:15
22 Iomraidhean Croise  

اے بنى اِسرائيلو په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ، هغه ستاسو ډال دے او ستا مدد کوى.


خو تاسو هيڅ هم نۀ يئ او ستاسو کار هم فضول دے، څوک چې تاسو غوره کړى هغوئ د نفرت قابل دى.


ګورئ، دا ټول معبودان بې‌کاره دى، هغوئ هيڅ هم نۀ شى کولے، دا بُتان هسې تش کدوان دى.“


زۀ به ستا تش د نامې صداقت او کارونه خلقو ته څرګند کړم. او دا به ستا هيڅ په ښه نۀ راځى.


هغه خلقو ته څوک چې د نورو معبودانو عبادت کوى دا ووايه چې، ”هغه تش په نامه معبودانو چې زمکه او آسمانونه يې نۀ دى جوړ کړى، هغه به د زمکې د مخ نه او د آسمان د لاندې نه بلکل ختم شى.“


هغوئ ټول کم عقل او بې‌وقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى.


آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.


بلکې زما خلقو زۀ هېر کړے يم، او هغوئ بې‌کاره بُتانو ته خوشبويۍ وسوزولې، بُتان کوم چې د هغوئ د تيندک باعث شُو او دوئ يې د پخوانو ښو لويو لارو نه جدا کړل او په کچه لارو باندې روان شول.


هغه به د مِصر د معبودانو په مندرونو اور بل کړى، هغه به مندرونه وسوزوى او بُتان به قبضه کړى او د غنيمت په توګه به يې يوسى. هغه به د مِصر مال متاع داسې صفا کړى لکه څنګه چې يو شپون د خپلې چُوغې نه ورَږې صفا کوى. او بې‌نقصانه به هغه خپل مُلک ته واپس شى.


”د قومونو په مينځ کښې د دې خبرې اعلان وکړه، جنډا اوچته کړه او په ډاګه ورته ووايه، او هيڅ خبره مۀ پټوه بلکې دا ښکاره وايه چې، بابل به قبضه کړے شى، او بيل بُت به په شرمونو وشرميږى او رسوا به شى، او مردوک بُت به ويريږى. د بابل مجسمه به په شرمونو وشرمولے شى او د هغې بُتان يرې راخستى دى.


دا بُتان فضول او د مسخرو څيزونه دى. کله چې د هغوئ د حساب کِتاب ورځ راشى دا به ټول تباه شى.


آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ له سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


زما د خلقو ژړا ته غوږ ونيسئ چې په ټول مُلک کښې اورېدلے کيږى، هغوئ تپوس کوى وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ صيون پرېښودے دے څۀ؟ آيا د هغوئ بادشاه نور دلته کښې نشته څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته په جواب کښې فرمائى چې، ”تاسو ولې د هسې فضول او پردو بُتانو په عبادت زما قهر او غضب راوپارولو؟“


نو د سزا وخت راغلے دے، د حساب کِتاب وخت رارسېدلے دے. بنى اِسرائيل دې ځان پوهه کړى. تاسو وايئ چې، ”دا پېغمبر کم عقل دے. دا د روح والا بنده پاګل دے.“ نو ځکه څومره چې ستاسو ګناه غټه ده نو دومره ستاسو نفرت هم زيات دے.


هغه څوک چې د بې‌کاره بُتانو عبادت کوى، هغوئ د مالِک خُدائ ټولو رحمونو ته شا کوى.


په هغه ورځ به زۀ د بُتانو نومونه د مُلک نه ختم کړم، هغوئ به نور نۀ ياديږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به دروغژن پېغمبران او ناپاکه روحونه دواړه د مُلک نه ختم کړم.


”اے خلقو. تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ مونږ خو هم ستاسو په شان انسانان يُو. مونږ دا زيرے د دې دپاره تاسو له راوړو چې تاسو د دې عبث بُتانو نه ژوندى خُدائ پاک ته راواوړئ چا چې آسمانونه، زمکې، سمندرونه او په دې کښې هر څۀ پېدا کړى دى.


د خپلو غلطو بُتانو په وجه هغوئ زۀ په قهر کړے يم، د بې‌کاره معبودانو په وجه هغوئ زما غېرت راپارولے دے، زۀ به هغوئ د هغه خلقو په وجه په حسد کړم څوک چې قوم نۀ دى، نو زۀ به د يو کم عقل قوم په ذريعه هغوئ په قهر کړم،


د بې‌کاره بُتانو عبادت دپاره واپس مۀ ورګرځئ، هغه بُتان نۀ ستاسو مدد کولے شى او نۀ مو بچ کولے شى، ځکه چې دا بې‌کاره دى.


په ورپسې سحر وختى هغوئ وليدل چې بُت بيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې پړمخې په زمکه غورزېدلے وو. دې ځل يې سر او دواړه لاسونه مات شوى وُو او د دروازې د درشل سره پراتۀ وُو، صِرف ډانچه يې پاتې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan