13 کله چې هغه برېښنا ته حُکم وکړى نو په آسمان کښې وريځې په غرار شى، هغه وريځې د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې خوروى. هغه برېښنا د باران سره رالېږى او د خپلو ذخيرو نه هوا رالوځوى.
په زمکه هيڅ قِسم بوټے نۀ وو او هيڅ تخم زرغون شوے نۀ وو، ځکه چې هغۀ باران نۀ وو ورولے او د زمکې د کروندې هم څوک نۀ وُو.
بيا الياس اخىاب بادشاه ته وفرمائيل، ”اوس لاړ شه او خوراک څښاک وکړه. زۀ د يو دروند باران شور اورم چې راروان دے.“
تۀ د واورې ګودامونو ته ننوتلے يې څۀ، يا تا د ږلۍ ګودامونه ليدلى دى څۀ؟
او تۀ د خپل آسمانى کور نه غرونه اوبۀ کوې، او ستا د کارونو د مېوو په وجه زمکه معموريږى.
د هغوئ غوږونه شته خو اورېدل نۀ شى کولے، او نۀ هغوئ په خولۀ ساه اخستلے شى.
د زمکې د آخر سر نه هغه وريځې راپورته کوى، او هغه باران سره برېښنا رالېږى او هغه هوا د خپلو ذخيرو نه رالوځوى.
هغه آسمان په وريځو کښې پټوى، او هغه په زمکه بارانونه راوروى، او په غرونو او غونډو واښۀ راشنۀ کوى.
واورېدے شو د آسمانه د مالِک خُدائ آواز، د تندر په شان د خُدائ تعالىٰ راغلو آواز.
د هغۀ ثناء صِفت وکړئ څوک چې په عرش باندې د ازل نه ناست دى، هغه چا ته څوک چې په دروند آواز غږيږى.
نو موسىٰ خپله امسا آسمان ته پورته کړه او مالِک خُدائ تندر او ږلۍ راولېږله او برېښنا زمکه ووهله. مالِک خُدائ د ږلۍ يو لوئ طوفان او آسمانى بجلى راولېږله. د مِصر په ټول تاريخ کښې هم داسې خراب طوفان کله هم نۀ وو تېر شوے.
آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به دې ښار او د دې د اوسېدونکو سره هم دغه رنګ وکړم. او د دوئ سره به د توفت په شان پليت سلوک وکړم.
دوئ هيڅکله خپل ځان سره دا نۀ دى وئيلى چې، راځئ د مالِک خُدائ نه يره وکړُو، څوک چې په مونږ باندې د منى او سپرلى موسم کښې بارانونه راوروى، او هغه مونږ ته د رېبلو موسم په مقرره وخت کښې راولى.
د هغۀ په حُکم باندې آسمان په غرار شى، هغه وريځې د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې خوروى. هغه برېښنا د باران سره رالېږى او د خپلو ذخيرو نه هوا رالوځوى.
ځکه چې مالِک خُدائ هم هغه دے چا چې غرونه پېدا کړى دى، او هوا يې پېدا کړې ده، او خپل خيالات بنى آدم ته څرګندوى. هغه د سحر رڼا په تيارۀ بدلوى او د زمکې په اوچتو ځايونو باندې ګرځى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دے.
مالِک خُدائ ته په سپرلى کښې د باران دپاره سوال وکړئ. ځکه چې دا مالِک خُدائ دے چې طوفانى وريځې رالېږى. هغه باران ورَوى او د هر چا دپاره په پټو کښې شنۀ بوټى پېدا کوى.