Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 10:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 خو مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 10:12
38 Iomraidhean Croise  

په شروع کښې چې کله خُدائ پاک ټول کائنات پېدا کړو،


په زمکه هيڅ قِسم بوټے نۀ وو او هيڅ تخم زرغون شوے نۀ وو، ځکه چې هغۀ باران نۀ وو ورولے او د زمکې د کروندې هم څوک نۀ وُو.


د نورو ټولو قومونو خُدايان تش بُتان دى، خو مالِک خُدائ آسمانونه پېدا کړى دى.


خُدائ پاک آسمان خور کړے دے، او زمکه يې بغېر د څۀ څيز نه راځوړنده کړې ده.


هغه په آسمانونو کښې سترګې برېښوونکې رڼا ځلوى. ولې تاسو هغه شان کولے شئ؟


چا چې يواځې آسمانونه خوارۀ کړى دى چا چې د سمندر چپې ايسارې کړې دى،


هغۀ خپل ځان نه نُور لکه د جامو راتاو کړے دے، هغۀ آسمانونه لکه د پړدې په شان غوړولې دى


اے مالِکه خُدايه، تا د مختلفو ځناورو څومره قسمونه پېدا کړى دى، ټول دې په عقلمندۍ سره جوړ کړى دى، زمکه ستا د مخلوق نه ډکه شوې ده.


ستا وفادارى به په ټولو نسلونو کښې وى تا زمکه پېدا کړه چې تر اوسه لا قائمه ده


په دريابونو باندې اېښى مالِک خُدائ د زمکې بنيادونه دى، دا زمکه يې په سمندر باندې آباده کړې ده.


د مالِک خُدائ په کلام سره جوړ شوى آسمانونه دى، د هغۀ د خولې په کلام نمر، سپوږمۍ او ټول ستورى جوړ شوى دى.


ستا په حُکم د سمندر زورَورى چپې او موجونه قلاريږى، او هم ستا په حُکم د قومونو چغې سورې په قلاريږى.


هغۀ هلته خپل مقدس ځائ لکه د لوړو آسمانونو په شان جوړ کړو، او لکه د هغه زمکې په شان چې د تل دپاره يې قائمه کړې ده.


مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده، او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده. دُنيا نۀ شى خوځېدے هغۀ مضبوطه جوړه کړې ده.


مالِک خُدائ د خپل حِکمت په ذريعه د زمکې بنياد کېښودلو، او د خپلې هوښيارتيا په ذريعه يې آسمانونه پېدا کړل.


آسمان ته څوک تلے او بيا راغلے دے؟ هوا چا په موټى کښې بنده کړې ده؟ او سمندر چا په خپل څادر کښې راګېر کړے دے؟ او د دُنيا حدونه چا مقرر کړى دى؟ د هغۀ نوم څۀ دے او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ کۀ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه.


”اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، ستا تخت د وزرو والا مخلوق دپاسه دے، يواځې تۀ هغه خُدائ پاک يې، چې د دُنيا په ټولو بادشاهانو حکومت کوى. تا زمکه او آسمان پېدا کړى دى.


خُدائ پاک د زمکې نه بره په خپل تخت ناست دے، او هلته نه خلق لکه د مُلخانو په شان ښکارى. هغۀ آسمان د پردى په شان خور کړے دے، د هغه خېمې په شان چې د اوسېدو دپاره وى.


خُدائ پاک آسمانونه پېدا کړل او خوارۀ يې کړل، هغۀ زمکه او چې په دې کښې هر څۀ اوسيږى هغه يې پېدا کړل، هغۀ د زمکې ټولو خلقو له ساه او ژوند ورکړو. او اوس خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى ته وائى،


مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ هغه ذات يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ. زۀ مالِک خُدائ يم، ما دا هر څيز پېدا کړے دے. ما په يواځې ځان په زمکه باندې آسمانونه ودرول، او زمکه مې پخپله خوره کړه.


زۀ هغه ذات يم چا چې زمکه پېدا کړه، ما بنى آدم پېدا کړل چې هلته اوسيږى. ما د خپل طاقت په ذريعه آسمانونه خوارۀ کړل، او هم ما په آسمان کښې ټول ستورى جوړ کړل.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم، او بل يو خُدائ هم نشته.“ څوک چې دا وائى هغه خُدائ پاک دے. چا چې آسمانونه پېدا کړى دى، دا هغه ذات دے کوم چې زمکه پېدا کړه او جوړه يې کړه، او زمکه خوشې او شاړه پاتې نۀ شوه بلکې هغۀ دا د اوسېدلو قابله جوړه کړه، چې ژوندے مخلوق په کښې اوسيږى. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم ما نه غېر بل مالِک نشته.


ما په خپل لاس باندې د زمکې بنيادونه لګولى دى او زما ښى لاس آسمانونه خوارۀ کړى دى. کله چې زۀ آواز ورکړم نو دوئ ټول يو ځائ حاضر شى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو. زۀ به ستاسو حِفاظت او ساتنه وکړم او ستاسو په ذريعه به د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم. او زۀ به يو ځل بيا تاسو په هغه مُلک کښې آباد کړم کوم مُلک چې اوس شاړ او ويجاړ پروت دے.


کله چې هغه برېښنا ته حُکم وکړى نو په آسمان کښې وريځې په غرار شى، هغه وريځې د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې خوروى. هغه برېښنا د باران سره رالېږى او د خپلو ذخيرو نه هوا رالوځوى.


خو د بنى اِسرائيلو خُدائ د بُت په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل خلق دى. او د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.


آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.


ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم.


اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، تا په خپل لوئ طاقت او قُدرت سره او په خپل زورَور لاس سره آسمان او زمکه جوړ کړل. ستا دپاره يو کار هم ناممکن نۀ دے.


د بنى اِسرائيلو په حقله دا د مالِک خُدائ پېغام دے. د هغه مالِک خُدائ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړى دى، چا چې د زمکې بنيادونه اېښى دى، او چا چې بنى آدم له ساه ورکړې ده، هغه فرمائى،


خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو.


ځکه چې د هغۀ په وسيله ټول څيزونه پېدا شول چې په آسمان کښې دى يا په زمکه، ليدونکى دى يا ناليدونکى دى، تختونه دى کۀ رياستونه کۀ حکومتونه يا اختيارات دى، هر څۀ د مسيح په وسيله او د هغۀ دپاره پېدا شُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan