Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 1:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 1:8
31 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“


کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.


”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟


اے هغه خلقو چې څوک په صداقت پوهېږئ، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو چې د چا په زړُونو کښې چې زما تعليم اچولے شوے دے. کله چې خلق په تاسو پورې خندا کوى يا ستاسو بې‌عزتى کوى، نو مۀ يرېږئ،


نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم.


هغوئ به ستا خلاف وجنګيږى خو کامياب به نۀ شى، ځکه چې زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بې‌عزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.


نو مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم. او زۀ به هغه ټول قومونه مکمل تباه کړم چرته چې ما تاسو خوارۀ وارۀ کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به تاسو په اِنصاف سره تنبيه کړم، او زۀ به تاسو هم داسې بې‌سزا نۀ پرېږدم.


خو نبوکدنضر بادشاه فوجى آفسر نبوزردان ته دا حکم وکړو چې،


مالِک خُدائ فرمائى چې، د بابل بادشاه نه نور مۀ يرېږئ. ځکه چې زۀ تاسو سره يم او د هغۀ نه به مو بچ کړم او د هغۀ د لاس نه به خلاصون درکړم.


اے بادشاه کۀ چرې مونږ د بل شوې اور بټۍ ته وغورزولے شُو، نو د کوم خُدائ پاک چې مونږ خِدمت کوُو هغه دا کولے شى چې مونږ د هغې نه وساتى، او هغه به مونږ ستا د لاسونو نه بچ کړى.


هغۀ ووئيل چې، ”خو وګورئ، زۀ درې نه، بلکې څلور کسان وينم چې په اور کښې ګرځى، چې نۀ تړلے شوى دى او نۀ ورته څۀ نقصان رسېدلے دے او څلورم کس لکه د مقدسې فرښتې په شان ښکارى.“


نو د هغوئ نه يره مۀ کوئ ځکه چې داسې پټ څيز نشته چې ښکاره به نۀ شى، او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى.


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


ځکه چې زۀ درسره يم. او هيڅوک به درباندې د نقصان رسولو دپاره حمله ونۀ کړى ځکه چې په دې ښار کښې ډېر خلق داسې دى چې زما دى.“


زۀ به تا د خپلو خلقو او د غېر‌يهوديانو نه بچ کړم، چا ته چې زۀ تا لېږم


کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بې‌علمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو.


او اوس اے مالِکه، د هغوئ دهمکيانو ته غور وکړه او خپلو خادِمانو ته پوره زړۀ ورتيا ورکړه چې ستا کلام بيان کړى.


د کوم دپاره چې زۀ په زنځيرونو تړلے سفير يم. دُعا کوئ چې زۀ په داسې زړۀ ورتيا سره دا پېغام ورکړم څنګه چې په ما فرض دے.


تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“


مالِک خُدائ به په خپله ستاسو لارښودنه کوى او هغه به تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى، نو يرېږئ مه او حوصله مۀ بائيلئ.“


يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم.


دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بې‌حوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan