Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 1:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او يرمياه ته دا پېغامونه تر دې چې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه په ټول حکومت کښې او د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ د صدقياه د حکومت د يوولسم کال تر پينځمې مياشتې پورې مِلاوېدل کله چې د يروشلم خلق جلاوطن کړے شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 1:3
19 Iomraidhean Croise  

نِکوه فِرعون د يوسياه زوئ اِلياقيم د يوسياه نه پس د يهوداه بادشاه جوړ کړو او د هغۀ نوم يې يهويقيم ته بدل کړو. نِکوه فِرعون يهوآخز مِصر ته بوتلو او هلته مړ شو.


نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ متنياه د هغۀ په ځائ د يهوداه بادشاه جوړ کړو او د متنياه نوم يې صدقياه ته بدل کړو.


د يوسياه څلور زامن د عُمر په ترتيب دا وُو: يوحانان، يهويقيم، صدقياه او يهوآخز.


د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او ما ته يې وفرمائيل،


کله چې د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ ټولو لښکرو او د هغۀ د بادشاهت د لاندې ټولو مُلکونو چې په يروشلم او د هغۀ په خوا او شا ښارونو باندې حمله کوله نو د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته ورکړے شو.


د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د حکومت په دوران کښې ورکړے شو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې،


”يو طومار راواخله او په هغې زما ټول کلام کوم چې ما درته د يهوداه، د اِسرائيل او د ټولو قومونو په خلاف د يوسياه د بادشاهۍ د وخت نه تر اوسه پورې نازل کړے دے وليکه.


د صدقياه د بادشاهۍ په يوولسم کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ هغوئ د ښار دېوالونه مات کړل او ښار ته ورننوتل.


”د دې مُلک د ټولو خلقو نه او اِمامانو نه پوښتنه وکړه، کله چې تاسو روژه نيوله او ماتم مو په پينځمه او اوومه مياشت کښې د تېرو اويا کالو راسې کولو، آيا دا روژې په حقيقت تاسو زما دپاره نيولې؟


دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”د يهوداه دپاره د څلورمې، پينځمې، اوومې او لسمې مياشت روژې نيول به د خوشحالۍ موقعې او د خوشحالۍ اخترونه وى. په دې وجه رښتيا او امن سره مينه ساتئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan