Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 1:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 د مالِک خُدائ کلام په اول ځل په يرمياه د امون په زوئ يوسياه د يهوداه د بادشاهت په ديارلسم کال نازل شو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 1:2
18 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق هغۀ قربان‌ګاه ته مخامخ چغه کړه، ”اے قربان‌ګاه، اے قربان‌ګاه. مالِک خُدائ داسې فرمائى، د داؤد په خاندان کښې به يو ماشوم پېدا شى چې د هغۀ نوم به يوسياه وى. هغه به په تا باندې هغه اِمامان حلال کړى کوم چې په تا باندې نذرانې پېش کوى خو په حقيقت کښې په علاقائى عبادتخانې کښې خِدمت کوى او هغه به درباندې د بنيادمو هډُوکى وسوزوى.“


چې کله هغوئ په دسترخوان ناست وُو، نو په هغه بوډا پېغمبر باندې د مالِک خُدائ کلام نازل شو،


منسى مړ شو او د محل په باغ يعنې د عُزا په باغ کښې ښخ شو، د هغۀ زوئ امون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


د يهوداه خلقو د امون قاتِلان ووژل او د هغۀ زوئ يوسياه يې د هغۀ په ځائ بادشاه جوړ کړو.


د خپلې بادشاهۍ په اتلسم کال، يوسياه بادشاه د دربار منشى سافن چې د اصلياه زوئ او مسلام نمسے وو، د دې حُکم سره د مالِک خُدائ کور ته ولېږلو،


نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”يرمياه، تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته ووئيل، ”ما ته د بادام د ونې يوه څانګه ښکارى.“


د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او ما ته يې وفرمائيل،


”د يهوداه بادشاه د امون د زوئ يوسياه د بادشاهۍ د ديارلسم کال نه واخله، تر اوسه پورې مالِک خُدائ د درويشتو کالو دپاره ما ته پېغام راکړو او ما هغه تاسو ته څو ځله در رسولے دے، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.


نو بيا څۀ موده وروستو کله چې حننياه پېغمبر د يرمياه پېغمبر د څټ نه جغ مات کړو، نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه پېغمبر نازل شو چې،


د يوسياه بادشاه د حکومت په دوران کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”تا هغه څۀ وليدل کوم چې بې‌وفا اِسرائيل کړى دى؟ لکه د يوې بدکارې ښځې په شان هغې په هر يو اوچت غرۀ او د هرې شنې ونې د سورى لاندې زنا کړې ده.


”يو طومار راواخله او په هغې زما ټول کلام کوم چې ما درته د يهوداه، د اِسرائيل او د ټولو قومونو په خلاف د يوسياه د بادشاهۍ د وخت نه تر اوسه پورې نازل کړے دے وليکه.


مالِک خُدائ دا پېغام د بيرى په زوئ هوسيع باندې په هغه وخت کښې نازل کړو کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو او يربعام د يوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.


د مالِک خُدائ کلام چې په يوايل د فتوايل په زوئ نازل شو.


د مالِک خُدائ کلام د امِتى په زوئ يُونس نازل شو،


د مالِک خُدائ پېغام چې د مورشيت ميکاه باندې د يوتام، احاز او حزقياه د حکومت په دوران کښې نازل شو، چې د يهوداه بادشاهان وُو. هغه رويا چې هغۀ د سامريه او يروشلم په حقله وليده.


د مالِک خُدائ کلام په صفنياه نازل شو. صفنياه د کوشى زوئ او کوشى د جدلياه زوئ، او جدلياه د امرياه زوئ، او امرياه د حزقياه زوئ وو، دا کلام په هغه وخت نازل شو کله چې يوسياه د امون زوئ د يهوداه بادشاه وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan