يرمياه 1:18 - Pakistani Yousafzai Pashto18 ګوره، ما نن تۀ لکه د يو قلعه بند ښار په شان او د اوسپنې ستن، او د پيتلو د دېوال په شان مضبوط جوړ کړې چې تۀ د ټول مُلک سره مقابله وکړې، کۀ هغه د يهوداه بادشاهان، آفسران، اِمامان او يا د هغې ټول عوام وى. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائى چې، زۀ به ستاسو د جنګ وسله کومه چې ستاسو په لاس کښې ده بېکاره کړم او ستاسو خلاف به يې استعمال کړم، کومه چې تاسو د جنګ دپاره د بابل د بادشاه او د بابل د خلقو خلاف به استعمالوئ څوک چې د دېوال نه اخوا دى او په تاسو حمله کوى. نو په حقيقت کښې به زۀ ستاسو دشمنان د دې ښار زړۀ ته راولم.