Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 1:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو زۀ به خپله سزا په خپل غوره شوى قوم نازله کړم او د هغوئ د شرارت په وجه به هغوئ ته سزا ورکړم ځکه چې دوئ زۀ رد کړم او غېرو خُدايانو ته يې خوشبويانې وسوزولې او د خپلو لاسونو جوړو شوو بُتانو ته يې عبادت وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 1:16
44 Iomraidhean Croise  

هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو خُدايانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او چې هغوئ څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راپاڅېدلې ده او دا به نۀ سړيږى.


او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.


او د اِسرائيل د بادشاهانو په نقش قدم باندې روان وو. هغۀ د بعل د اوسپنې بُتان جوړ کړى وُو،


هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو معبودانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او دوئ چې دا هر څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راوچته شوې ده او دا به کمه نۀ شى.“


خو کۀ تۀ او ستا خلق کله هم هغه قانون او حُکمونه نۀ منئ چې ما تاسو له درکړى دى او د نورو معبودانو عبادت وکړئ،


د هغوئ مُلک د بُتانو نه ډک دے او هغوئ داسې څيزونو ته سجدې لګوى چې هغوئ په خپلو لاسونو جوړ کړى دى.


او د هغوئ معبودان يې سوزولى دى، خو دا رښتينې خُدايان نۀ وُو او تش د لرګى او کاڼى بُتان وُو چې انسانانو جوړ کړى وُو.


يو کس به د ونې څۀ حِصه د خشاک دپاره استعمال کړى او د څۀ حِصې نه به يې اور بل کړى چې خپل ځان پرې تود کړى او روټۍ ورباندې پخه کړى. او دا هم يو حقيقت دے چې د څۀ حِصې نه به يې يو بُت جوړ کړى او عبادت به يې کوى.


هغوئ مسلسل زما په وړاندې زما بې‌ادبى کوى. هغوئ په مقدسو باغونو کښې قربانيانې پېش کوى او د غېرو قومونو په قربان‌ګاه باندې خوشبويۍ سوزوى.


دا بُتان فضول او سپک څيز دے. د حساب کِتاب په ورځ به دا ټول تباه شى.


ځکه چې د نورو قومونو رِواج فضول دے، هغوئ د ځنګل نه ونه راووهى، او بيا کاريګر ترې نه په خپله په ترښځ بُت جوړوى.


نو د يهوداه او د يروشلم خلق به معبودانو له لاړ شى او فرياد به ورته وکړى، چا ته چې هغوئ خوشبويۍ سوزولې. خو هرکله چې افت په دوئ باندې راشى نو په هغه وخت کښې به هغه بُتان دوئ بچ نۀ کړى.


ما، مالِک خُدائ ربُ الافواج اِسرائيل او يهوداه د ونې په شان کَرلى وُو، خو اوس مې په تاسو د افت راوستلو فېصله وکړه. ځکه چې تاسو بدعملى وکړه، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ په سوزولو تاسو زما غصه راوپاروله.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زۀ رد کړے يم، او بار بار مو ما ته شا کړې ده. نو اوس به زۀ خپل لاس ستاسو د بربادۍ دپاره دراوږد کړم، نو په تاسو زۀ نور رحم نۀ شم کولے.


نو بيا هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى چې، ستاسو پلار نيکۀ زۀ هېر کړے وم، هغوئ زما په ځائ د نورو معبودانو عبادت او خِدمت وکړو. او هغوئ زۀ پرېښودم او زما د کلام تابعدارى يې ونۀ کړه.


اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو اُميده، هر څوک چې تا نه مخ واړوى هغوئ ټول به ټيټ سترګې او شرمنده شى. هغوئ چا چې تا نه مخ اړولے دے په دوړو د ليکلو په شان دى، دوئ به زر ختم شى ځکه چې هغوئ د هغه مالِک خُدائ نه مخ اړولے دے څوک چې د ژوندون د اوبو چينه ده.


بلکې زما خلقو زۀ هېر کړے يم، او هغوئ بې‌کاره بُتانو ته خوشبويۍ وسوزولې، بُتان کوم چې د هغوئ د تيندک باعث شُو او دوئ يې د پخوانو ښو لويو لارو نه جدا کړل او په کچه لارو باندې روان شول.


ځکه چې زۀ هغوئ پرېښے يم او دا ځائ يې غېرو معبودانو ته حواله کړو، او په دې ځائ کښې هغوئ هغه معبودانو ته داسې قربانۍ پېش کړې چې هغه نۀ دوئ په خپله او نۀ د دوئ پلار نيکۀ او نۀ د يهوداه بادشاهانو پخوا کړى وى. هغوئ دا زمکه د بې‌ګناه خلقو په وينو تويولو سره ډکه او رنګ کړه.


”ځکه چې زما خلقو دوه ګناهونه کړى دى، يو دا چې هغوئ زۀ چې د ژوندون د اوبو چينه يم پرېښودے يم، او بل دا چې د خپل ځان دپاره يې مات شوى تالابونه جوړ کړى دى په کوم کښې چې اوبۀ نۀ ايساريږى.“


اے بنى اِسرائيلو، ولې دا تاسو په خپله په خپل ځان نۀ دى کړى څۀ؟ کله چې مالِک ستاسو خُدائ پاک ستاسو رهنمائى کوله نو بيا په هغه وخت کښې تاسو هغه پرېښودو.


ستاسو شرارت به تاسو له سزا درکړى، او زما نه ستاسو د اوړېدو په وجه به تاسو ورټلے شئ. نو بيا تاسو په دې غور وکړئ او ځان خبر کړئ چې دا به ستاسو دپاره څومره بده او ترخه وى کله چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک پرېږدئ او تاسو د هغۀ نه، نۀ يرېږئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


نو بيا هغه معبودان چرته دى کوم چې تاسو د خپل ځان دپاره جوړ کړى دى؟ نو بيا کۀ دوئ کولے شى نو را دې شى او د مصيبت په وخت کښې دې تاسو له خلاصون درکړى. ځکه چې اے يهوداه، ستاسو خو دومره ډېر معبودان دى لکه څومره چې ستا ښارونه دى.“


خو زما د خوا نه به ډېره تېزه هوا لکه د طوفان راشى نو اوس زۀ خپله فېصله او سزا د ستاسو په خلاف اعلانوم.“


نو په دې وجه به زمکه ماتم کوى، او بره آسمان به تک تور شى. ځکه چې ما دا وفرمائيل او د خپلې خبرې نه به وانۀ وړم. ما دا فېصله کړې ده دا به بدله نۀ کړم.“


مونږ به ضرور په خپلو هغه ټولو خبرو عمل کوُو د کومې خبرې چې مونږه منښته کړې ده، مونږ به آسمانې مَلِکې ته خوشبو سوزوُو او هغې ته به د انګورو د شيرې نذرانې پېش کوُو. مونږ به هغه کارونه کوُو لکه څنګه چې به زمونږ پلار نيکۀ، بادشاهانو، سرکارى کسانو د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې کول. مونږ سره په هغه وخت کښې خوراک ډېر تېر وو او زندګى مو ښۀ وه او مونږ ته هيڅ قسمه تکليف او مصيبت نۀ وو.


نو مالِک خُدائ فرمائى چې، آيا زۀ دوئ ته په دې بدو کارونو کولو سره سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟


مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ دوئ ته د دې بې‌شرمه کارونو په وجه سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او ولې د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟


د انسان ټول نسلونه بې‌عقله او بې‌علمه دى، هغه کاريګر چې بُتان جوړوى دوئ به د دې بُتانو په وجه وشرميږى، ځکه چې د دوئ بُتان هم دوکه ده او ساه په کښې نشته.


ولې تۀ هغه څۀ نۀ وينې چې کوم هغوئ د يهوداه په ښارونو کښې او د يروشلم په کوڅو کښې کوى؟


ماشومان خشاک راغونډوى، پلاران اور بلوى او ښځې اوړۀ اغږى او ترې نه پېړې جوړوى چې د آسمانې مَلِکې په نامه بُت ته ترې نازکې روټۍ پخې کړى. او هغوئ نورو معبودانو ته د څښلو نذرانې وړاندې کوى، او په خپل دې عمل ما غصه کوى.


تاسو غلا، قتل او زنا کوئ او د دروغو قسمونه خورئ، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کوئ، او د هغه غېرو معبودانو عبادت کوئ چې تاسو د مخکښې نه نۀ دى پېژندلى.


او تا په هغوئ باندې خپلې د کار جامې وغوړولې او تا هغوئ ته زما د تېلو او خوشبويۍ نذرانې پېش کړې.


ما مالِک خُدائ وفرمائيل. زما دپاره هغه وخت رارسېدلے دے چې خپله کاروائى وکړم. زۀ به وروستو نۀ شم، زۀ به رحم نۀ کوم، او نۀ به پښېمانه شم. ستاسو د چال چلن او عملونو په مطابق به ستاسو عدالت وکړم، مالِک خُدائ داسې فرمائى.“


خو چې څومره ما ورته آوازونه کول، نو هغه هومره زما نه لرې کېدو. زما خلقو د بعل بُتانو ته قربانۍ پېش کړې، او بُتانو ته يې خوشبويۍ سوزولې.


اے بنى اِسرائيله، تۀ چې د کوم بُت عبادت کوې دا يو کسبګر جوړ کړے دے، دا خُدائ پاک نۀ دے. په سامريه کښې سخے بُت به ټوټې ټوټې شى.


مالِک خُدائ د خپل لښکر نه وړاندې لکه د تندر ګړزيږى. د هغۀ لښکر د شمېر نه بهر دے، او هغوئ طاقتور دى څوک چې د هغۀ حکم منى. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ عظيمه، او سخته يروونکى ده. څوک دا برداشت کولے شى؟


نو هغه وخت هغوئ د سخى په شکل يو بُت جوړ کړو او هغه بُت ته يې قربانى وکړه او په خپلو لاسونو جوړ شوى څيز ته يې خوشحالى کوله.


کۀ تاسو بد عمل کوئ او د مالِک خُدائ نه اِنکار کوئ نو هغه به په تاسو افت، وارخطائى او تکليف راولى، چې زر او په پوره توګه تباه شئ.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى.


او کۀ تاسو هغه پرېږدئ او د پردو معبودانو خِدمت وکړئ، نو هغه به ستاسو خِلاف شى او تاسو له به سزا درکړى. هغه به تاسو تباه کړى، اګر چې هغه ستاسو سره مخکښې ښۀ هم وو.“


خو دې افتونو کښې چې کوم انسانان ژوندى پاتې شول هغوئ د خپلو بدو عملونو نه توبه ونۀ ويستله. او هغوئ د پيريانو او د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، کاڼو او د لرګو نه د جوړو شوو بُتانو عبادت کول پرې نۀ ښودل، کوم بُتان چې نۀ ليدلے او نۀ اورېدلے او نۀ ګرځېدلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan