13 د مالِک خُدائ کلام دوباره په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”نور څۀ وينې؟“ ما ورته ووئيل، ”زۀ د شمال طرف نه دېګ وينم چې څۀ په کښې يشيږى او د دېګ خولۀ زمونږ په طرف راټيټه ده.“
زما کلام هم، هم دغسې دے. چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى.
نو په دې وجه تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نور وخت به نۀ لګى، زۀ به اوس هغه هر څۀ پوره کړم کوم چې ما وفرمائيل. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“