زما کلام هم، هم دغسې دے. چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى.
د مالِک خُدائ کلام دوباره په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”نور څۀ وينې؟“ ما ورته ووئيل، ”زۀ د شمال طرف نه دېګ وينم چې څۀ په کښې يشيږى او د دېګ خولۀ زمونږ په طرف راټيټه ده.“
او لکه څنګه چې ما هغوئ د بېخ نه راويستل، او ټوکړې ټوکړې مې کړل، او راومې غورزول، او تباه مې کړل او افتونه مې پرې نازل کړل، نو دغه شان به زۀ هغوئ دوباره آباد او قائم کړم.
ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ چې څۀ ووايم هغه به پوره شى، او هغه به نور ايسار نۀ شى، اے سرکشه بنى اِسرائيله، بېشکه زۀ به ستاسو په ژوند کښې خپله خبره وکړم او هغه به پوره هم کړم. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې وفرمائيل.“
نو په دې وجه تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نور وخت به نۀ لګى، زۀ به اوس هغه هر څۀ پوره کړم کوم چې ما وفرمائيل. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“