Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 1:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”يرمياه، تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته ووئيل، ”ما ته د بادام د ونې يوه څانګه ښکارى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 1:11
11 Iomraidhean Croise  

يعقوب د سپېدار، بادام او چِنار د ونو شنې څانګې راماتې کړې او پوستکى يې ترې لرې کړل نو په دې څانګو باندې سپينې کرښې راووتلې.


زما کلام هم، هم دغسې دے. چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى.


نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”يرمياه تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اينځر. ښۀ اينځر ډېر ښۀ دى خو خراب اينځر ډېر خراب دى، دومره خراب دى چې د خوړلو قابل هم نۀ دى.“


ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ چې څۀ ووايم هغه به پوره شى، او هغه به نور ايسار نۀ شى، اے سرکشه بنى اِسرائيله، بې‌شکه زۀ به ستاسو په ژوند کښې خپله خبره وکړم او هغه به پوره هم کړم. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې وفرمائيل.“


نو په دې وجه تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نور وخت به نۀ لګى، زۀ به اوس هغه هر څۀ پوره کړم کوم چې ما وفرمائيل. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“


ستاسو اَنجام، ستاسو اَنجام نزدې دے. تباهى مو په سر رارسېدلې ده. ظلم انتها ته رسېدلے دے، او خلق بې‌حده مغروره شوى دى.


او مالِک خُدائ زما نه تپوس وکړو چې، ”عاموسه، تا ته څۀ ښکارى؟“ نو ما ورته جواب ورکړو چې، ”سال.“ بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”وګوره، زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې سال لګوم، زۀ به نور د هغوئ ګناهونه پرې نۀ ږدم.


مالِک خُدائ تپوس وکړو، ”اے عاموسه، تا څۀ وليدل؟“ نو ما ورته جواب ورکړو، ”د پخې مېوې ډکه ټوکرۍ مې وليدله.“ بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وخت پوخ شوے دے، زۀ به نور هغوئ د سزا نه بغېر نۀ پرېږدم.“


”اوس تا ته څۀ ښکارى؟“ هغې ما نه تپوس وکړو. ما جواب ورکړو، ”زۀ د سرو زرو يو ډيوټ ګورم چې په سر يې د تېلو يوه کاسه ده. او د کاسې نه ګېرچاپېره اووۀ ډيوې دى، او د هرې يوې د باتو سره اووۀ د تېلو فوارې دى.


نو فرښتې زما نه تپوس وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى؟“ ما جواب ورکړو چې، ”ما ته په هوا کښې يو کولاو طومار ښکارى چې لس ګزه اوږد او پينځۀ ګزه پلن دے.“


په ورپسې ورځ، کله چې موسىٰ خېمې ته دننه لاړو، نو هغۀ د هارون امسا وليده چې د ليوى قبيلې دپاره وه، هغه زرغونه شوې وه، دې غوټۍ او ګلونه کړى وُو او پاخۀ بادام يې نيولى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan