يرمياه 1:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 نن ما تۀ په قومونو او بادشاهتونو باندې مقرر کړې، او تا ته مې په هغوئ د بېخ نه د راويستلو، او د هغوئ د رانسکورولو، بربادولو او د اخوا غورزولو، او په هغې د نورو د قائمولو او د کَرلو اختيار درکړو.“ Faic an caibideil |
خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“