Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 9:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 بيا د شِکم او بيت‌مِلو ټول خلق راغونډ شول او په شِکم کښې د څېړۍ پاکې ونې ته لاړل، چرته چې هغوئ ابى‌مَلِک بادشاه جوړ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 9:6
8 Iomraidhean Croise  

د هغه قلعې قبضه کولو نه پس، داؤد په دې کښې اوسېدو او ”د داؤد ښار“ نوم يې پرې کېښودو. هغۀ د دې نه ګېرچاپېره ښار جوړ کړو، د هغه ځائ نه يې شروع وکړه چرته چې د غرۀ نمرخاتۀ طرف ته زمکه په خاورو باندې ډکه شوې وه.


بيا رحُبعام شِکم ته لاړو، چرته چې ټول اِسرائيليان راغونډ شوى وُو چې دے بادشاه جوړ کړى.


کله چې اِسرائيليان خبر شول چې يربعام د مِصر نه راواپس شوے دے، نو هغه يې د خلقو يوې غونډې ته راوغوښتلو او د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو. صِرف د يهوداه قبيلې خلقو د داؤد اولاد منلو.


د اِسرائيل بادشاه يربعام د اِفرائيم غرونو په مُلک شِکم کښې د پَخو دېوالونو ښار جوړ کړو. بيا هغه لاړو او د فنواېل ښار دپاره يې پاخۀ دېوالونه جوړ کړل.


د يوآس بادشاه آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په هغوئ کښې دوو کسانو يعنې د سماعت زوئ يوسکار او د شومير زوئ يهوزبد هغه په هغه کور کښې ووژلو چې په هغه لار باندې جوړ وو چې د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته لاندې سِلا ته ځى. يوآس د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ امصياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


يشوَع دا حُکمونه د خُدائ پاک د شريعت په کِتاب کښې وليکل. بيا هغۀ يو لوئ کاڼے واخستلو او د مالِک خُدائ په مقدس ځائ کښې يې د څېړۍ د ونې لاندې ودرولو.


هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو.


کله چې يوتام د دې نه خبر شو، نو هغه لاړو او د ګِرزيم د غرۀ په سر ودرېدو او هغوئ ته يې چغې ووهلې، ”اے د شِکم خلقو، تاسو زما خبره واورئ تاسو زما خبره واورئ تر دې چې خُدائ پاک ستاسو خبره واورى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan