56 نو داسې خُدائ پاک ابىمَلِک له د هغو بدو بدله ورکړه کوم بد چې هغۀ د خپل پلار خِلاف کړى وُو چې اويا وروڼه يې وژلى وُو.
کۀ څوک بل کس قتلوى، زۀ به ورسره حِساب کوم. کۀ يو ځناور بنى آدم ووژنى نو سزا به يې مرګ وى.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى،
افت په ګناهګارو خلقو نۀ راغورزيږى څۀ، او مصيبت په هغه خلقو چې څوک بدعمله وى؟
هغه به په بدکارانو او شريرانو بَل سکارۀ او تاودۀ ګوګړ ورَوى، په سوزونکو هواګانو سره ورته سزا ورکوى.
هغه به قاتلانو نه بدل اخلى، د مظلومانو نه بېخبره نۀ دے او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بېخبره دے.
هغه به دوئ ته د دوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. او د دوئ د شرارت په وجه به يې تباه کړى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک به يې ختم کړى.
د شرير شرارت هم د هغۀ دپاره دام دے. او د هغۀ د ګناه رسۍ هغه کلک رانيسى.
ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى.
کله چې د جزيرې خلقو د هغۀ د لاس نه مار ځوړند وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې، ”دا سړے به خامخا يو قاتل وى، هغۀ کۀ څۀ هم خپل ځان د سمندر نه بچ کړو خو خُدائ پاک د هغۀ نه بدل واخستو او هغه يې داسې پرې نۀ ښودلو.“
خپل ځان له دوکه مۀ ورکوئ، څوک هم د خُدائ پاک پورې ټوقې نۀ شى کولے، ځکه څوک چې څۀ کَرى هغه به رېبى.
داسې د دې دپاره وشول چې ابىمَلِک او د شِکم خلقو ته د خپلو بدو سزا مِلاو شى چا چې د هغۀ مدد کړے وو چې د جدعون اويا زامن ووژنى.
کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې ابىمَلِک مړ شو، نو هغوئ ټول کور ته لاړل.
خُدائ پاک د شِکم خلقو له هم د هغوئ د بدمعاشۍ په وجه سخته سزا ورکړه، څنګه چې د جدعون زوئ يوتام وئيلى وُو چې په هغوئ به داسې کيږى چې کله هغۀ پرې لعنت وئيلو.