55 کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې ابىمَلِک مړ شو، نو هغوئ ټول کور ته لاړل.
پېغور کوونکے کس وشړه، دې سره به جنګ جګړې ختمې شى، بحث مباحثه او سپکاوے هم ورسره ختميږى.
نو يوآب حُکم وکړو چې د جنګ د ودرېدو دپاره دې شپېلۍ وغږولے شى او د هغۀ فوجيان په بنى اِسرائيلو پسې تلو نه راواپس شول.
نو هغۀ زر هغه زلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسله وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه زلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو.
نو داسې خُدائ پاک ابىمَلِک له د هغو بدو بدله ورکړه کوم بد چې هغۀ د خپل پلار خِلاف کړى وُو چې اويا وروڼه يې وژلى وُو.