Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 9:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 9:5
15 Iomraidhean Croise  

کۀ تۀ خپل ژوند او خپل زوئ سليمان بچ کول غواړې نو زۀ به يوه مشوره درکړم.


کۀ تۀ داسې ونۀ کړې نو چې تۀ څنګه وفات شې نو ما سره او زما د زوئ سليمان سره به د مجرمانو په شان سلوک کيږى.“


کله چې هغوئ سامريه ته راغلل، نو ياهُو د اخى‌اب ټول پاتې شوى خپلوان ووژل، تر دې پورې چې يو هم ژوندے پاتې نۀ شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ الياس ته کلام کړے وو.


چې کله د ياهُو خط راورسېدو، نو د سامريه مشرانو د اخى‌اب هغه اويا واړه زامن ووژل، د هغوئ سرونه يې په ټوکرو کښې واچول او په يزرعيل کښې يې ياهُو له ولېږل.


شپږ کاله يهوسبع د هلک خيال ساتلو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې پټ کړے وو، چې په دې دوران کښې عتلياه مَلِکه وه.


کله چې بادشاهى په پوره توګه د يهورام په لاس کښې وه، نو هغۀ خپل ټول وروڼه او د اِسرائيل څۀ مشران هم ووژل.


هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيت‌لحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.


”پاڅه. ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او د دوئ سره د بنى اِسرائيلو مُلک ته لاړ شه، ځکه چې د چا نه چې د دې ماشوم سر ته خطره وه هغه مړ شوے دے.“


بيا د مالِک خُدائ فرښته د عفره کلى ته راغله او د څېړۍ د ونې لاندې کښېناسته چې دا ونه د يوآس وه، يوآس د ابيعزر د قبيلې سړے وو. د هغۀ زوئ جدعون په پټه باندې د انګورو په لنګرۍ کښې غنم ټکول، د دې دپاره چې ميديانيان يې ونۀ ګورى.


جدعون هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او ”مالِک خُدائ خېر دے“ نوم يې پرې کېښودو. دا تر اوسه پورې په عفره کښې ولاړه ده چې دا د ابيعزر د قبيلې ده.


د هغۀ اويا زامن وُو، ځکه چې د هغۀ ډېرې ښځې وې.


خو نن تاسو زما د پلار د خاندان خِلاف شوئ. تاسو د هغۀ زامن اويا سړى د يو کاڼى دپاسه ووژل او دا ځکه چې د هغۀ د وينځې زوئ ابى‌مَلِک ستاسو رشته‌دار دے او تاسو هغه د شِکم بادشاه جوړ کړے دے.


چې د شِکم د خلقو نه تپوس وکړى، ”ستاسو څنګه خوښه ده چې د جدعون اويا واړه زامن درباندې بادشاهى وکړى او يا کۀ صِرف يو کس؟ ياد ساتئ چې ابى‌مَلِک ستاسو خپله وينه ده.“


بيا د شِکم او بيت‌مِلو ټول خلق راغونډ شول او په شِکم کښې د څېړۍ پاکې ونې ته لاړل، چرته چې هغوئ ابى‌مَلِک بادشاه جوړ کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan