Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 9:49 - Pakistani Yousafzai Pashto

49 نو هر يو سړى د ونې څۀ څانګې ماتې کړې، بيا هغوئ ابى‌مَلِک پسې لاړل او لرګى يې د قلعې دېوالونو سره ډېرے کړل. هغوئ په دې باندې اور بَل کړو، هغه دننه خلق د نورو ټولو خلقو سره مړۀ شول چې په قلعه کښې وُو. دا تقريباً زر سړى او ښځې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 9:49
6 Iomraidhean Croise  

خو کۀ چرې تاسو د يو بل وينې څښئ او جنګونه کوئ نو خبردار شئ چې په داسې کولو به يو بل برباد کړئ.


ځکه چې چرته چې کينه او خود غرضى وى، هلته به فساد او هر قِسم شرارت هم کيږى.


د ازغو غنې جواب ورکړو چې، کۀ تاسو په رښتيا سره ما خپل بادشاه جوړول غواړئ، نو زما د سورى لاندې پناه واخلئ. کۀ تاسو داسې ونۀ کړل نو زما د ازغو څانګو نه به اور بل شى او د لبنان د دِيار ونې به وسوزوى.“


خو کۀ داسې نۀ وى نو ابى‌مَلِک ته دې اور بل شى او د شِکم او بيت‌مِلو خلق دې وسوزوى. د شِکم او بيت‌مِلو د خلقو نه دې اور بل شى او ابى‌مَلِک دې وسوزوى.“


نو هغه د خپلو سړو سره د ضلمون غر ته وختلو. هلته هغۀ يو تبر واخستلو، د ونې څانګه يې ماته کړه او په خپله اوږه يې کېښوده. هغۀ خپلو سړو ته ووئيل چې، ”زر شئ او هم دغه شان وکړئ.“


ابى‌مَلِک تيبض ته لاړو، د ښار نه يې ګېره واچوله او قبضه يې کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan