48 نو هغه د خپلو سړو سره د ضلمون غر ته وختلو. هلته هغۀ يو تبر واخستلو، د ونې څانګه يې ماته کړه او په خپله اوږه يې کېښوده. هغۀ خپلو سړو ته ووئيل چې، ”زر شئ او هم دغه شان وکړئ.“
کله چې قادر خُدائ ټول بادشاهان خوارۀ وارۀ کړل، د واورې په شان په ضلمون غر ورېدل.
بسن غرونه څومره اوچت دى، د بسن د غرۀ ډيرې دنګې څوکې دى.
ابىمَلِک خبر شو چې هغوئ هلته راغونډ شوى دى،
نو هر يو سړى د ونې څۀ څانګې ماتې کړې، بيا هغوئ ابىمَلِک پسې لاړل او لرګى يې د قلعې دېوالونو سره ډېرے کړل. هغوئ په دې باندې اور بَل کړو، هغه دننه خلق د نورو ټولو خلقو سره مړۀ شول چې په قلعه کښې وُو. دا تقريباً زر سړى او ښځې وې.
کله چې ابىمَلِک په برج باندې حمله کولو له راغلو، نو هغه دروازې ته ورَغلو چې په برج باندې اور بَل کړى.