46 کله چې د شِکم په قلعه کښې ټول مشران سړى د دې نه خبر شول، نو هغوئ د بعلبريت د لوظ عبادتخانې په مضبوط ځائ کښې پناه ولټوله.
نو، اے د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هغه هر څۀ دې رښتيا شى چې د څۀ وعده تا د خپل خِدمت کوونکى يعنې زما د پلار داؤد سره کړې ده.
چا چې دا جوړ کړى دى نو د هغوئ په شان به شى، او بيا هم هغوئ ټول، څوک چې پرې يقين لرى.
يوه ورځ چې هغۀ د خپل خُدائ نِسروک په عبادتخانه کښې عبادت کولو، نو د هغۀ دوو زامنو ادرمُلِک او شراضر هغه د خپلو تُورو سره ووژلو او هغوئ بيا د اراراط مُلک ته وتښتېدل. د هغۀ يو بل زوئ اسرحدون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
هغۀ وفرمائيل، ”د غار د خولې مخې ته يو څو غټ کاڼى راورغړوئ او څۀ څوکيداران هلته ودروئ،
چې څنګه جدعون مړ شو نو بنى اِسرائيلو بيا د خُدائ پاک سره بېغېرتى وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې وکړو. هغوئ يو بُت جوړ کړو چې نوم يې بعلبريت وو،
هغوئ ټول خپلو د انګورو باغونو ته دننه لاړل او انګور يې راوشوکول او مے يې ترې نه جوړ کړل او يوه مېله يې جوړه کړه. هغوئ د خپل خُدائ د عبادت ځائ ته لاړل، چرته چې هغوئ خوراک څښاک وکړو او ابىمَلِک ته يې کنځل وکړل.
هغوئ هغۀ له د بعلبريت د لوظ عبادتخانې نه اويا د سپينو زرو سيکې ورکړې او په دې پېسو هغۀ د بېکاره بدمعاشانو يوه ډله ځان سره کړه چې ملګرتيا يې وکړى.
ابىمَلِک خبر شو چې هغوئ هلته راغونډ شوى دى،