44 کله چې ابىمَلِک او د هغۀ قبيله په تېزۍ سره د ښار د دروازې د حِفاظت دپاره مخکښې شوه، نو هغه دوو نورو ډلو په پټو کښې په خلقو باندې حمله وکړه او ټول يې ووژل.
خو کۀ چرې تاسو د يو بل وينې څښئ او جنګونه کوئ نو خبردار شئ چې په داسې کولو به يو بل برباد کړئ.
د ازغو غنې جواب ورکړو چې، کۀ تاسو په رښتيا سره ما خپل بادشاه جوړول غواړئ، نو زما د سورى لاندې پناه واخلئ. کۀ تاسو داسې ونۀ کړل نو زما د ازغو څانګو نه به اور بل شى او د لبنان د دِيار ونې به وسوزوى.“
خو کۀ داسې نۀ وى نو ابىمَلِک ته دې اور بل شى او د شِکم او بيتمِلو خلق دې وسوزوى. د شِکم او بيتمِلو د خلقو نه دې اور بل شى او ابىمَلِک دې وسوزوى.“
نو هغۀ خپل سړى بوتلل، په درېو ډلو کښې يې تقسيم کړل، په پټو کښې پټ شول او اِنتظار يې کولو. کله چې هغۀ وليدل چې خلق د ښار نه بهر روان دى، نو هغه د پټ ځائ نه د هغوئ د وژلو دپاره راووتلو.
ټوله ورځ جنګ جارى وو. ابىمَلِک ښار قبضه کړو، د هغې خلق يې ووژل، ښار يې وران کړو او زمکه يې په مالګه پټه کړه.