43 نو هغۀ خپل سړى بوتلل، په درېو ډلو کښې يې تقسيم کړل، په پټو کښې پټ شول او اِنتظار يې کولو. کله چې هغۀ وليدل چې خلق د ښار نه بهر روان دى، نو هغه د پټ ځائ نه د هغوئ د وژلو دپاره راووتلو.
بيا يې هغوئ په درېو ډلو کښې ولېږل، چې د هرې يوې قبيلې خپل مشر وو، يوآب او د يوآب ورور ابيشے او د جات اِتے وو. او بادشاه خپلو سړو ته وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تاسو سره ځم.“
په ورپسې ورځ ابىمَلِک ته پته ولګېده چې د شِکم خلق پټو ته راووتل،
کله چې ابىمَلِک او د هغۀ قبيله په تېزۍ سره د ښار د دروازې د حِفاظت دپاره مخکښې شوه، نو هغه دوو نورو ډلو په پټو کښې په خلقو باندې حمله وکړه او ټول يې ووژل.
په هغه شپه ساؤل خپل سړى په درېو ډلو کښې تقسيم کړل او هغوئ سحر وختى د دشمن په خېمو باندې تېز ورغلل او په عمونيانو باندې يې حمله وکړه. تر غرمې پورې يې ټول وژلى وُو. ژوندى پاتې کسان خوارۀ وارۀ شول، هر يو سړى په خپله مخه منډې وهلې.