4 هغوئ هغۀ له د بعلبريت د لوظ عبادتخانې نه اويا د سپينو زرو سيکې ورکړې او په دې پېسو هغۀ د بېکاره بدمعاشانو يوه ډله ځان سره کړه چې ملګرتيا يې وکړى.
کله چې داؤد خپل کور ته لاړو چې خپل خاندان له مبارکى ورکړى، نو ميکل مِلاوېدو دپاره ورله راووتله. هغې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو بادشاه خو نن د ځان ښۀ درناوے کړے دے. هغۀ د خپلو درباريانو د وينځو په مخکښې د ليونى په شان خپل ځان بېپردې کړے دے.“
بيا د بېکاره بدمعاشانو يوه ډله د يربعام سره ملګرې شوه او هغوئ د سليمان زوئ رحُبعام خِلاف په هغه وخت کښې بغاوت وکړو کله چې هغه ډېر وړوکے او ناتجربهکاره وو او د هغوئ مقابله يې نۀ شوه کولے.
هغوئ بېغېرته او بېاصله دى، او د مُلک نه شړلے شوى دى.
څوک چې په خپله زمکه کښې محنت کوى نو هغۀ سره به ډېر خوراک وى، خو څوک چې بېکاره منصوبو پسې ګرځى کم عقل دى.
د دې پېغمبران کبرژن دى، هغوئ غداران دى، د هغې اِمامان د مقدسو ځايونو بېحرمتى کوى او د شريعت نافرمانى کوى.
خو يهوديانو د حسد له کبله د څۀ بازارى بدمعاشانو په مدد، جلوس راوويستو او په ښار کښې يې اله ګوله جوړه کړه. هغوئ د ياسون کور راګېر کړو چې پولوس او سيلاس ولټوى او د خلقو ګڼې ته يې راوباسى.
اِفتاح د خپلو وروڼو نه وتښتېدو او د طوب په مُلک کښې اوسېدو. هلته د بېکاره بدمعاشانو ډله د هغۀ سره شوه او هغوئ به د هغۀ سره ګرځېدل.
چې څنګه جدعون مړ شو نو بنى اِسرائيلو بيا د خُدائ پاک سره بېغېرتى وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې وکړو. هغوئ يو بُت جوړ کړو چې نوم يې بعلبريت وو،
هغوئ ټول خپلو د انګورو باغونو ته دننه لاړل او انګور يې راوشوکول او مے يې ترې نه جوړ کړل او يوه مېله يې جوړه کړه. هغوئ د خپل خُدائ د عبادت ځائ ته لاړل، چرته چې هغوئ خوراک څښاک وکړو او ابىمَلِک ته يې کنځل وکړل.
کوم خلق چې په تکليف کښې وُو، قرضدارى وُو يا خفه وُو نو هغوئ ورغلل، دا تقريباً ټول څلور سوه سړى وُو او هغه د هغوئ مشر شو.