34 نو ابىمَلِک او د هغۀ ټول سړى د شپې لاړل او د شِکم نه بهر په څلورو ډلو کښې پټ شول.
د اِسرائيل خِلاف په يوه حمله کښې، شاميانو يوه وړه اِسرائيلى جينۍ بوتله، چې هغه د نعمان د ښځې نوکره شوه.
سبا سحر چې څنګه نمر راوخېژى نو تاسو پاڅئ او په ښار باندې ناڅاپه حمله وکړئ. نو چې کله جعل او د هغۀ سړى ستاسو خِلاف راوځى، نو چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ.“
نو د عبيد زوئ جعل بهر تلے وو او د ښار د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او هم په هغه وخت ابىمَلِک د خپلو فوجيانو سره د پټو ځايونو نه راووتلو.