3 د هغۀ د مور خپلوانو د شِکم خلقو سره د دې په حقله د هغۀ دپاره خبره وکړه او د شِکم خلقو دا فېصله وکړه چې د ابىمَلِک خبره ومنى ځکه چې هغه يې رشتهدار وو.
لابن يعقوب ته ووئيل، ”تا له صِرف زما د خپلوالۍ په وجه زما خِدمت کول نۀ دى په کار. ما ته ووايه، چې تۀ به څومره مزدورى غواړې؟“
يو پېغام وړونکے راغلو او داؤد ته يې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د ابىسلوم وفادار دى.“
د خپل نفس لافې کوى دا بدکاران، په مالِک خُدائ لعنت کوى او د هغۀ نه اِنکار کوى لالچيان.