29 زما دا ارمان دے چې زۀ د دې خلقو مشر وے نو ما به د ابىمَلِک نه ځان خلاص کړے وے. ما به هغۀ ته وئيلى وے چې خپل لښکر تيار کړه او بهر د جنګ دپاره راووځه.“
او هغۀ به دا هم وئيل، ”دا به څومره ښۀ وے چې زۀ قاضى مقرر کړے شوے وے. کۀ بيا د چا لانجه يا دعوىٰ وے نو هغه به ما له راتلے او ما به اِنصاف ورکولے.“
اخىاب بادشاه ورته ووئيل، ”بِنحدد بادشاه ته ووايئ چې تکړه فوجى د جنګ نه مخکښې نۀ بلکې وروستو لافې وهى.“
بيا امصياه د اِسرائيل بادشاه يهوآس له پېغام وړُونکى ولېږل او ورته يې ووئيل چې جنګ ته راوړاندې شه.
نو خبره واورئ، زما د نېک د اسور بادشاه سره معاهده وکړئ، زۀ به تاسو له دوه زره آسونه درکړم کۀ تاسو دومره سړى پېدا کړل چې په دې باندې سوارۀ شى.
د خپل نفس لافې کوى دا بدکاران، په مالِک خُدائ لعنت کوى او د هغۀ نه اِنکار کوى لالچيان.
د هغه ښار حکمران زبول چې کله هغه څۀ واورېدل چې جعل وئيلى وُو نو په غصه شو.