Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 9:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 هغوئ ټول خپلو د انګورو باغونو ته دننه لاړل او انګور يې راوشوکول او مے يې ترې نه جوړ کړل او يوه مېله يې جوړه کړه. هغوئ د خپل خُدائ د عبادت ځائ ته لاړل، چرته چې هغوئ خوراک څښاک وکړو او ابى‌مَلِک ته يې کنځل وکړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 9:27
20 Iomraidhean Croise  

د هغۀ د لعنت کولو سره مينه وه خو دا دې په هم دۀ راواپس شى، د هغۀ برکت ورکول نۀ خوښېدل نو برکت دې هغۀ نه لرې شى.


چې کله موسىٰ خېمو ته ښۀ رانزدې شو او هغه سخے او د خلقو ګډېدل يې وليدل، نو سخت په قهر شو. هغۀ چې کومې تختې روانې کړې وې هغه يې هلته د غرۀ په لمن کښې وغورزولې او ماتې يې کړې.


بل سحر وختى هغوئ څۀ ځناور راوستل چې د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې قربان کړى او چې نور د خوړلو د سلامتۍ نذرانې په توګه پېش کړى. هغه خلق د خوړلو او څښلو دپاره کښېناستل او بيا هغوئ پاڅېدل، د مستۍ او عياشۍ سره ګډېدل.


نو اوس دا ټولې خبرې د هغوئ خلاف بيان کړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ به د آسمان د اوچتو او مقدسو ځايونو نه لکه د ازمرى په شان وغړمبيږى او هغه به د خپل وطن خلاف زورَور آوازونه وکړى. او هغه به داسې په تېزه آوازونه وکړى لکه څنګه چې د انګورو نچوړونکى په هغه وخت کښې شور کوى. او هغه به د هغوئ ټولو خلاف په زوره چغې ووهى څوک چې په دُنيا کښې اوسيږى.


بلکې، تا خپل ځان د آسمانى مالِک په خلاف راپورته کړو. د هغۀ د کور جامونه او پيالۍ ستا په وړاندې راوړلے شوى دى. تا او ستا آفسرانو، ستا ښځو، او ستا وينځو په هغې کښې مے وڅښل. تا د سرو زرو او سپينو زرو، د زېړو، د اوسپنې، لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو، څوک چې نۀ ليدلے شى او نۀ اورېدلے شى او نۀ پوهيږى. خو تا د هغه مالِک خُدائ عزت ونۀ کړو د چا په لاس کښې چې ستا ژوند او ستا ټولې لارې دى.


هغوئ د زړۀ د اخلاصه ما ته سوال نۀ دے کړے، خو هغوئ د پرېشانۍ نه په خپلو کټونو کښې ژړاګانې کوى. هغوئ د غلې يا د ميو حاصلولو دپاره معبودانو ته خپل ځانونه غوڅوى، خو هغوئ زما خلاف بغاوت کوى.


فلستى بادشاهان راغونډ شول چې جشن وکړى او خپل خُدائ دجون ته يوه لويه قربانى پېش کړى. هغوئ ووئيل، ”زمونږ خُدائ مونږ له زمونږ په دشمن سمسون باندې فتح راکړې ده.“


چې څنګه جدعون مړ شو نو بنى اِسرائيلو بيا د خُدائ پاک سره بې‌غېرتى وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې وکړو. هغوئ يو بُت جوړ کړو چې نوم يې بعل‌بريت وو،


د عبيد زوئ جعل د خپلو وروڼو سره شِکم ته راغلو او د هغه ځائ خلقو په هغۀ باندې اعتبار وکړو.


هغوئ هغۀ له د بعل‌بريت د لوظ عبادتخانې نه اويا د سپينو زرو سيکې ورکړې او په دې پېسو هغۀ د بې‌کاره بدمعاشانو يوه ډله ځان سره کړه چې ملګرتيا يې وکړى.


کله چې د شِکم په قلعه کښې ټول مشران سړى د دې نه خبر شول، نو هغوئ د بعل‌بريت د لوظ عبادتخانې په مضبوط ځائ کښې پناه ولټوله.


هغۀ داؤد ته ووئيل، ”زۀ سپے يم څۀ، چې تۀ په ما پسې د امسا سره راغلې؟“ او هغۀ داؤد باندې د خپلو معبودانو لعنت وئيلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan