24 داسې د دې دپاره وشول چې ابىمَلِک او د شِکم خلقو ته د خپلو بدو سزا مِلاو شى چا چې د هغۀ مدد کړے وو چې د جدعون اويا زامن ووژنى.
او مالِک خُدائ به د دې قتلونو په وجه يوآب له سزا ورکړى، کوم يې چې زما د پلار داؤد په ناخبرۍ کښې کړى وُو. يوآب دوه بېګناه سړى ووژل چې د هغۀ نه ښۀ وُو يعنې، ابنير چې د بنى اِسرائيلو د لښکر مشر وو او عماسا چې د يهوداه د لښکر مشر وو.
د هغوئ د قتل ټوله سزا به په يوآب او د هغۀ د اولاد په غاړه د تل دپاره وى. خو مالِک خُدائ به داؤد، د هغۀ اولاد، خاندان او د هغۀ بادشاهۍ له تل خېر ورکوى.“
خو اِستَر بادشاه له لاړه او بادشاه د دې نتيجې سره يو ليکلے فرمان جارى کړو چې همان د يهوديانو دپاره کومه منصوبه جوړه کړې وه نو هغه ورته اولټه راوګرځېده او هغه او د هغۀ زامن په دار باندې پهانسى کړے شول.
کوم مصيبت چې جوړوى هغوئ به خپله په کښې ګېر شى، هغه ظلمونه د هغوئ په خپل سر انبار شى.
شُکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوونکے دے وايم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت.
هغه مُلک مۀ پليتوئ چې چرته تاسو اوسېږئ، ځکه د وينې تويَول د هغه مُلک پليتول دى او چې په کومه زمکه باندې وينه توئ شى نو د هغې کفاره نۀ شى ادا کېدلے، زمکه د هغه کس د وينې تويَولو نه بغېر نۀ پاکيږى چا چې وينه توئ کړې وى.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د يو بېګناه کس د قتل پېسې اخلى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
ادونىبزق ووئيل، ”اويا داسې بادشاهانو زما د دسترخوان نه پاتې شوې ټُکړې راټولې کړې دى چې د هغوئ د لاسونو او د پښو غټې ګوتې پرې کړے شوې وې. اوس خُدائ پاک ما سره هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما د هغوئ سره کړى وُو.“ هغه يروشلم ته بوتلے شو، چرته چې هغه مړ شو.
د شِکم خلقو د ابىمَلِک خِلاف د غرونو په سرونو باندې په پټ ځائ کښې سړى کښېنول او هر څوک هم چې په هغه لاره تېرېدل نو هغوئ به يې لوټ کول. نو ابىمَلِک د دې نه خبر شو.
سموئيل ورته وفرمائيل، ”څنګه چې ستا تُورې ډېرې ميندې بېاولاده کړى دى، نو اوس به ستا مور هم بېاولاده شى.“ او هغۀ اجاج په جِلجال کښې د مالِک خُدائ قربانګاه په مخکښې ټوټې ټوټې کړو.