Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 9:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 بيا خُدائ پاک د ابى‌مَلِک او د شِکم د خلقو په مينځ کښې دشمنى پېدا کړه او هغوئ د ابى‌مَلِک خِلاف بغاوت وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 9:23
15 Iomraidhean Croise  

نو بادشاه خلقو ته غوږ ونۀ نيولو، دا هر څۀ ځکه بدل شول چې دا مالِک خُدائ ته منظوره وه چې هغه خبره پوره کړى چې مالِک خُدائ د سيلا پېغمبر اخياه په ذريعه د نباط زوئ يربعام ته کړې وه.


دا د مالِک خُدائ، خُدائ پاک مرضى وه چې هغه څۀ وکړى چې څۀ يې د نباط زوئ يربعام ته د سيلا د اخياه پېغمبر په ذريعه فرمائيلى وُو. نو دا ځکه بادشاه خلقو ته هيڅ غوږ ونۀ نيولو.


مالِک خُدائ هغوئ کم عقل کړى دى، نو د هغوئ ټولې مشورې غلطې دى. هغوئ مِصر داسې ګډ وډ کړے دے لکه چې يو شرابى په نشه کښې په خپلو اولټو کښې ښوئيږى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.


په تاسو اسوريانو باندې افسوس، تاسو نور خو برباد کړل خو پخپله هيڅکله برباد نۀ شوئ. په تاسو باندې افسوس چې تاسو نورو سره دوکه وکړه حالانکه تاسو سره دوکه نۀ ده شوې. خو ستاسو نمبر به هم راځى. کله چې تاسو تباهى وکړئ نو تاسو به هم تباه شئ. کله چې تاسو د دوکې کار سر ته ورسوئ نو تاسو سره به هم دوکه وشى.


ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى.


کۀ يوه بادشاهى په خپلو کښې وويشلے شى نو هغه بادشاهى پاتې کېدے نۀ شى.


خو کۀ داسې نۀ وى نو ابى‌مَلِک ته دې اور بل شى او د شِکم او بيت‌مِلو خلق دې وسوزوى. د شِکم او بيت‌مِلو د خلقو نه دې اور بل شى او ابى‌مَلِک دې وسوزوى.“


ابى‌مَلِک په بنى اِسرائيلو باندې درې کاله بادشاهى وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan