18 خو نن تاسو زما د پلار د خاندان خِلاف شوئ. تاسو د هغۀ زامن اويا سړى د يو کاڼى دپاسه ووژل او دا ځکه چې د هغۀ د وينځې زوئ ابىمَلِک ستاسو رشتهدار دے او تاسو هغه د شِکم بادشاه جوړ کړے دے.
زما د مينې په بدل کښې يې په ما اِلزامونه ولګول، خو زۀ د هغوئ دپاره دُعا کوم.
جدعون چې د بنى اِسرائيلو سره څومره ښۀ کړى وُو نو هغوئ د هغۀ خاندان ته هيڅ وفادارى ونۀ ښودله.
نو بيا ټولو ونو د ازغو غنې ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه.
هغه راپه ياد کړئ چې زما پلار ستاسو دپاره جنګ وکړو. هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو چې تاسو د ميديانيانو نه بچ کړى.
کۀ تاسو نن د جدعون او د هغۀ اولاد سره د عزت او ښۀ ايمان سلوک وکړو، نو تاسو دې د ابىمَلِک نه خوشحاله شئ او هغه دې ستاسو نه خوشحاله شى.
چې د شِکم د خلقو نه تپوس وکړى، ”ستاسو څنګه خوښه ده چې د جدعون اويا واړه زامن درباندې بادشاهى وکړى او يا کۀ صِرف يو کس؟ ياد ساتئ چې ابىمَلِک ستاسو خپله وينه ده.“