Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 9:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 هغه راپه ياد کړئ چې زما پلار ستاسو دپاره جنګ وکړو. هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو چې تاسو د ميديانيانو نه بچ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 9:17
10 Iomraidhean Croise  

”لاړ شه او په سوسه کښې ټول يهوديان په يو ځائ راغونډ کړه، روژه ونيسئ او زما دپاره دُعا وکړئ. درې ورځې او درې شپې هيڅ خوراک څښاک مۀ کوئ. زۀ او زما خِدمتګارې به هم ستاسو په شان روژه ونيسو. د هغې نه پس به بيا زۀ بادشاه له لاړه شم، اګر چې دا د قانون خِلاف ورزى ده. خو کۀ د داسې کولو په وجه زۀ مرم، نو مړه دې شم.“


هغوئ زما دپاره خپل ځانونه په خطره کښې هم واچول او نۀ صرف زۀ بلکې د غېر‌يهوديانو ټول جماعتونه د هغوئ شُکر ګزارى کوى.


خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو.


خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.


کله چې ما ته پته ولګېده چې تاسو زما د بچ کولو دپاره رانۀ غلئ، نو ما خپل ژوند په خطره کښې واچولو او د حد پولې نه واوړېدم چې د هغوئ سره جنګ وکړم او مالِک خُدائ ما له په هغوئ باندې فتح راکړه. نو اوس تاسو ما سره جنګ کولو له ولې راغلى يئ؟“


نو يوتام خپله خبره جارى وساتله چې، ”کله تاسو ابى‌مَلِک بادشاه جوړ کړو نو تاسو په رښتيا مخلِصه او رښتونى وئ څۀ؟ تاسو د جدعون د ياد څۀ درناوى وکړو او د هغۀ د خاندان سره مو ښۀ سلوک وکړو څۀ لکه څنګه چې د هغۀ د کارونو حق جوړيږى؟


خو نن تاسو زما د پلار د خاندان خِلاف شوئ. تاسو د هغۀ زامن اويا سړى د يو کاڼى دپاسه ووژل او دا ځکه چې د هغۀ د وينځې زوئ ابى‌مَلِک ستاسو رشته‌دار دے او تاسو هغه د شِکم بادشاه جوړ کړے دے.


کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بې‌ګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan