Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




قاضيانو 9:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 د ازغو غنې جواب ورکړو چې، کۀ تاسو په رښتيا سره ما خپل بادشاه جوړول غواړئ، نو زما د سورى لاندې پناه واخلئ. کۀ تاسو داسې ونۀ کړل نو زما د ازغو څانګو نه به اور بل شى او د لبنان د دِيار ونې به وسوزوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




قاضيانو 9:15
19 Iomraidhean Croise  

خو يهوآس واپس دا جواب ورولېږلو، ”يو ځل د لبنان په غرونو کښې د ازغو بوټى د دِيار ونې له دا پېغام ولېږلو چې، زما زوئ له ستا لور ورکړه چې وادۀ يې کړى. يو ځنګلى ځناور هلته تېرېدو او د ازغو په بوټى يې پښې کېښودې.


د مالِک خُدائ ونې ښې سيرابه شوې، د لبنان دِيار کوم چې هغۀ کَرلى دى.


د مالِک خُدائ آواز د زورَور دِيار ونې ماتوى، د مالِک خُدائ آواز د لبنان د دِيار ونې ماتوى.


نو هغه تکړه سړى به لکه د بوسو په شان وى او د هغوئ بد عملونه به د اور د بڅرکى په شان وى. دواړه به يو ځائ داسې اور واخلى چې هيڅ څوک به يې مړ کولے نۀ شى.


هغه به د لبنان لوړ لوړ دِيار او د بسن د مُلک د څېړۍ ټولې ونې تباه کړى.


تاسو زما د مشورې نه بغېر د مدد دپاره مِصر ته لاړئ. تاسو غوښتل چې مِصريان مو بچ کړى، نو په دې وجه تاسو د مِصر په فِرعون باندې يقين وکړو.


د خپلو پېغام وړونکو په ذريعه تا د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے. تا دا لافې وهلې چې ما د بې‌شمېره جنګى ګاډو سره د لبنان د ټولو نه اوچت غرونه فتح کړى دى. ما هلته د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې دى او زۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته رسېدلے يم.


د مالِک خُدائ غوره کړے شوے بادشاه چې زمونږ د ژوند ساه ده، هغه د هغوئ په دام کښې راګېر شوے وو، د چا په حقله چې مونږ وئيل چې، ”د هغۀ د سورى د لاندې به مونږ د قومونو په مينځ کښې اوسيږو.“


اور د دې د يو خاص څانګې نه خور شو، او د دې مېوه يې وسوزوله. يوه مضبوطه څانګه په کښې پاتې نۀ شوه چې د بادشاه د امسا جوړولو جوګه وى. دا د غم يوه مرثيه ده، او د مرثيه په توګه استعمال شوې ده.


تاسو د تکړه اسور په شان يئ، کوم چې يو وخت د لبنان د دِيار د ونې په شان وو، چې څانګې يې ښائسته وې او په ټول ځنګل يې سورے خور وو، او لوړوالے يې وريځو ته رسېدو.


د هغې پاڼې ښکلې وې، او مېوه يې ډېره وه، او په دې کښې د هر چا خوراک وو. او د هغې لاندې د مېدان ځناورو د ځان دپاره د پناه ځائ پېدا کړو، او د هوا مارغانو يې په څانګو کښې ځان له جالې جوړې کړې، او هغې نه هر يو مخلوق ته خوراک مِلاوېدلو.


زما خلق به يو ځل بيا زما د سورې لاندې اوسيږى. هغوئ به لکه د غلې په شان لوئ شى، او د انګورو د بوټى په شان به ګلونه نيسى. د هغوئ مشهورتيا به د لبنان د ميو په شان وى.


يوه ورځ د دې ښار حسبون نه د سيحون لښکر د اور په شان لاړو، هغوئ په موآب کښې د عار ښار وران کړو او د پاسنى ارنون غرونه يې دړې وړې کړل.


دا تخم اګر چې د ټولو تخمونو نه ورکوټے وى خو کله چې دا لوئ شى نو دا د باغ د هرې بلې کروندې نه لوئ شى، او داسې بوټے شى چې د هوا مارغان راځى او د هغې په څانګو کښېنى.“


نو بيا ټولو ونو د ازغو غنې ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه.


نو يوتام خپله خبره جارى وساتله چې، ”کله تاسو ابى‌مَلِک بادشاه جوړ کړو نو تاسو په رښتيا مخلِصه او رښتونى وئ څۀ؟ تاسو د جدعون د ياد څۀ درناوى وکړو او د هغۀ د خاندان سره مو ښۀ سلوک وکړو څۀ لکه څنګه چې د هغۀ د کارونو حق جوړيږى؟


خو کۀ داسې نۀ وى نو ابى‌مَلِک ته دې اور بل شى او د شِکم او بيت‌مِلو خلق دې وسوزوى. د شِکم او بيت‌مِلو د خلقو نه دې اور بل شى او ابى‌مَلِک دې وسوزوى.“


کله چې ابى‌مَلِک او د هغۀ قبيله په تېزۍ سره د ښار د دروازې د حِفاظت دپاره مخکښې شوه، نو هغه دوو نورو ډلو په پټو کښې په خلقو باندې حمله وکړه او ټول يې ووژل.


نو هر يو سړى د ونې څۀ څانګې ماتې کړې، بيا هغوئ ابى‌مَلِک پسې لاړل او لرګى يې د قلعې دېوالونو سره ډېرے کړل. هغوئ په دې باندې اور بَل کړو، هغه دننه خلق د نورو ټولو خلقو سره مړۀ شول چې په قلعه کښې وُو. دا تقريباً زر سړى او ښځې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan